کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر کرزي اردوغان ته د ترکيې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د برياليتوب مبارکي وويله

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 21 اسد 1393 ساعت 10:32


د افغانستان ولسمشر حامد کرزي رجب طيب اردوغان ته د ترکيې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د برياليتوب مبارکي وويله.
د ارګ له يوې خبرپاڼې سره سم، ولسمشر کرزي اردوغان ته د مبارکۍ په پيغام کې ده او د ترکيې ولس ته د افغانستان د خلکو په استازيتوب نېکې هيلې وړاندې کړي دي.
ښاغلي کرزي له افغانستان سره په تېرو ديارلس کلونو کې د ترکيې د مرستو مننه او د دوو هيوادونو د اړيکو د لا پراختيا غوښتنه کړې ده.
رجب طيب اردوغان، چې د ترکيې صدراعظم و، د يکشنبې د ورځې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې شاوخوا ۵۲ فيصده رايې وګټلې.
ده ويلي، چې د ترکيې په اساسي قانون کې به بدلون راولي او واک به ولسمشر ته ولېږدوي.


د مطلب کود: 96739

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/96739/ولسمشر-کرزي-اردوغان-ته-د-ترکيې-ولسمشرۍ-په-ټاکنو-کې-برياليتوب-مبارکي-وويله

آوا
  https://www.avapress.com