کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهوررئیس حامدکرزي د امنیتي ادارو ځیني کارکوونکي وستایل

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 21 اسد 1393 ساعت 13:28


جمهور رئیس حامدکرزي د امنیتي ادارو ځیني کارکوونکي  وستایل د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزي د امنیتي اداروځیني کارکوونکي د مډالونو په تفویضولو سره وستایل.
په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوې وه، جمهوررئیس حامدکرزي د جمهوري ریاست د محافظت د ادارې، د جمهوري ریاست د پخواني لومړي مرستیال او دویم مرستیال د د دفترونو امنیتي کارکوونکي او د دولتي برجسته رجالو د امنیت د تامین د ریاست کارکوونکي چې د دولتي برجسته رجالو د امنیت د ټینګښت لپاره یې په صداقت او وفادارۍ سره خپلې دندې ترسره کړي دي، د مډالونو په تفویضولو سره وستایل.
د هېواد جمهوررئیس مستحقو امنیتي کارکوونکو ته د مډالونو له تفویضولو وروسته هغوی ته په خطاب کې وویل: (( تاسو د افغانستان د خلکو خدمتګاران په تېرو دولسو کلونوکې د جمهوررئیس، د جمهوري ریاست د مرستیالانو، د دولتي برجسته رجالو او په ځانګړې توګه د افغانستان د خلکو د امنیت د ټینګښت لپاره هره ورځ مصروف وی او په دې لاره کې مو له هیڅ ډول سرښندنې او قربانۍ څخه
ډډه نه ده کړې، خپلې خاورې او خپلو خلکو ته مو خدمت کړی دی چې زه دافغانستان د خلکو په استازیتوب په ډیر ویاړ  او خوښۍ سره له تاسو ټولو څخه مننه کوم.))
همدا راز جمهوررئیس کرزي، د امنیتي ادارو کارکوونکو ته وویل: (( دا ویاړ د هغو خدمتونو له امله تاسو ته در په برخه شوی دی چې  تاسو د دې خاورې د قوت، د دولت د خدمت  او د خلکو د امنیت او ترقۍ لپاره ترسره کړي دي)).


د مطلب کود: 96756

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/96756/جمهوررئیس-حامدکرزي-د-امنیتي-ادارو-ځیني-کارکوونکي-وستایل

آوا
  https://www.avapress.com