دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۳۳
د مطلب کود : 96816
ایران په عراق کښې د ډیموکراسۍ د ټينګیدو ملاتړ کوي
د ایران د اسلامي انقلاب د معظم رهبر سلاکار وویل: د ایران اسلامي جمهوریت په عراق کښې د ډیموکراسۍ د ټینګیندو ملاتړ کوي.
د ایسنا د رپورټ له مخې په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي انقلاب سلاکار علي اکبر ولایتي پرون په تهران کښې وویل: د ایران اسلامي جمهوریت په عراق کښې د ډیموکراسۍ له ټینګیندو خوشال دی او د هرې هغې فیصلې ملاتړ به وکړي چې د عراق خلک او د دغه هیواد پارلیمان یې د خپل هیواد د اداره کولو لپاره کوي.
ولایتي زیاته کړه: د ولسمشر، د پارلیمان د مشر او د وزیراعظم غوره کول د عراق د خلکو دنده وه او د ایران اسلامي جمهوریت د عراق د خلکو د هرې فیصلې ملاتړی دی او تهران هیله من دی چې ټول تدابیر په داسې لور لاړ شي چې هرڅه یې د ډیموکراسۍ په اساس وي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdch-6nw.23n-zdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته