کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هېګل: امریکا د عراق شمال ته ۱۳۰ پوځي روزونکي استوي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 22 اسد 1393 ساعت 11:36


امریکا غواړي چې د عراق شمال ته ۱۳۰ پوځي روزونکي واستوي.
د امریکا دفاع وزیر چېک هیګل پرون وویل، چې دغه روزونکي به د سني وسله والو له ویرې له بې ځایه شویو سره د بشري مرستو په برخه کې همکاري وکړي.
د امریکا دفاع وزیر وویل، امریکایي روزونکي به د کردستان په مرکز اریبل کې وي او په جګړو کې به برخه وانخلي.
امریکا شاخوا نوي پوځي روزونکي په بغداد کې هم لري او نژدې یو سل او شپیته تنه امریکایي روزونکي له عراقي امنیتي ځواکونو سره همکاري کوي.


د مطلب کود: 96818

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/96818/هېګل-امریکا-د-عراق-شمال-ته-۱۳۰-پوځي-روزونکي-استوي

آوا
  https://www.avapress.com