کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سوداګرۍ خونه: د روانو سیاسي او امنیتي حالاتو د خصوصي سکتور پر فعالیتونو منفي اثر کړی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 22 اسد 1393 ساعت 18:12


د افغانستان د سوداګرۍ خونه وایي، د هېواد روانو سیاسي او امنیتي حالاتو د خصوصي سکتور پر فعالیتونو منفي اثر کړی دی.

دوی نن په کابل کې د سوداګرۍ او نورو بېلابېلو برخو کې د خپلو څیړنو یو راپور خپور کړ او په کې ویل شوي، چې د تیرکال د همدې مودې په پرتله د بې کارۍ کچه هم لوړه شوې ده.

له دې وړاندې د صنعت کارانو ملي ټولنې هم ویلي وو، چې د وروستیو سیاسي ستونزو له امله سلګونه صنعت کاران بې کاره شوي او ګڼ شمېر فابریکې له فعالیته غورځیدلي.

افغان سوداګرو له حکومت او نړېوالې ټولنې په کلکه سره وغوښتل، چې ډیرژر د انتخاباتو لانجو ته د پای ټکی کیږدي.


د مطلب کود: 96842

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/96842/سوداګرۍ-خونه-د-روانو-سیاسي-او-امنیتي-حالاتو-خصوصي-سکتور-پر-فعالیتونو-منفي-اثر-کړی

آوا
  https://www.avapress.com