کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د ملي شورا ۱۵۰ غړیو د اشرف غني په ملاتړ پارلماني ګروپ جوړ کړ

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 26 اسد 1393 ساعت 11:53


د افغانستان د ملي شورا د دواړو جرګو شاوخوا ۱۵۰ غړیو، چې د اشرف غني احمدزي ملاتړ کوي، په یوه غونډه کې د حاجي ظاهر قدیر په مشرۍ په ملي شورا کې د بدلون او دوام د ټیم په ملاتړ پارلماني ګروپ جوړ کړ.
د ګروپ غړیو د رایو په اتفاق په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو یو استازی ظاهر قدیر خپل مشر او په مشرانو جرګه کې د زابل د خلکو استازی ډاکتر زلمی زابلي مرستیال غوره کړل.
د ګروپ سرچینو وویل چې ژر به دوی خپل دوهم مرستیال، ویاند اومنشي هم په خپل منځ کې د رایو له لارې انتخاب کړي.
سرچینې د دغه پارلماني ګروپ د دندو او هدف په اړه څه ونه ویل.
خو د مشرانو جرګې د شکایتونو د کمیسیون مشر ډاکتر زلمي زابلي د دغه خبر د تاییدولو ترڅنګ ویلي د دغه پارلماني ګروپ دنده به دا وي چې له ډاکتر اشرف غني احمدزي سره د ملت مشورې شریکې کړي او په ټولو سیاسي، تشکیلاتي او اداري برخو کې به په مستقیم ډول خپل استازي ورلېږي.
ښاغلي زابلي دا هم ویلي چې دا ګروپ د ډاکتر غني احمدزي په مشوره جوړ شوی څو په مهمو پرېکړو کې د ولس مشورې او نظرونه په پام کې ونیسي.
ټاکل شوې ده چې دا ګروپ نن خپل موجودیت رسماً اعلان کړي.


د مطلب کود: 97011

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/97011/د-افغانستان-ملي-شورا-۱۵۰-غړیو-اشرف-غني-په-ملاتړ-پارلماني-ګروپ-جوړ-کړ

آوا
  https://www.avapress.com