کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سعودي عربستان افغان هوايي شرکتونو ته د جاحیانو د لېږدل اجازه ورکړه

27 اسد 1393 ساعت 16:21


د افغانستان د هوایي چلند خپلواکه اداره وایي؛ د سعودي عربستان چارواکو د هیواد هوایي شرکتونو ته اجازه ورکړې؛ چې سږ کال افغان حاجیان هغه هیواد ته انتقال کړي.

د دې ادارې مرستیال محمود شا حبیبي ازادي راډیو ته وویل؛ چې پرون ناوخته یې له سعودي چارواکو څخه دغه مکتوب ترلاسه کړی دی.

له دې وړاندې سعودي عربستان ویلي وو؛ هغې الوتکې دې هیواد ته حاجیان نه شي انتقالولی؛ چې له پنځه ویشتو کلونو نه زیاتې چلیدلې وي.

خو د افغانستان د هوایي چلند ادارې هغه مهال وویل؛ چې افغانستان باید له دې پریکړې مستثنی شي.


د مطلب کود: 97088

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/97088/سعودي-عربستان-افغان-هوايي-شرکتونو-ته-د-جاحیانو-لېږدل-اجازه-ورکړه

آوا
  https://www.avapress.com