کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بریتانیا ته کډه شویو افغان سکانو اتلس ساعته په یوه کانټینر کې تیر کړي وو

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 28 اسد 1393 ساعت 11:26


بریتانیا ته د کډه شویو افغان سکانو د ډلې ژباړونکی وايي، چې دوی د اتلسو ساعتونو لپاره په داسې یوه کانتینرکې اچول شوي وو، چې هوا په کې نه وه.
د دې ډلې، چې د شنبې په ورځ له بلجیمه په کشتۍ کې د لندن یوه بندرته ورسېده یو تن مړشو او څلوردېرش تنه نوریې ژوندي ورسېدل.
کمل جیت سنګ متاهارو، چې پولیسو ته د دې افغان سکانو ترجماني کوي ITV خبري ټلویزیون ته وویل، چې په دې کانتینرکې پنځلس کورنۍ وې چې ټولې له کابله په یوه لارۍ کې اروپا ته کډه شوي.
ده زیاته کړه چې؛ دا کسان په افغانستان کې ترتعقیب لاندې و.
د افغانستان د سکانو تخمینا درې زره کسیزاقلیت له پخوا راهیسې له مذهبي تبعیض او ناوړه چلند سره مخامخ دي.


د مطلب کود: 97132

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/97132/بریتانیا-ته-کډه-شویو-افغان-سکانو-اتلس-ساعته-په-یوه-کانټینر-کې-تیر-کړي-وو

آوا
  https://www.avapress.com