کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د سرحدي پوليسو عمومي قومندان د اذربايجان د سرحدي ځواکونو له عمومي رييس سره وکتل

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 30 اسد 1393 ساعت 13:31


د افغانستان د سرحدي پوليسو عمومي قومندان پرون په باکوکې د اذربايجان د سرحدي ځواکونو له عمومي رييس سره وکتل.
د اذربايجان د سرحدي ځواکونو عمومي رييس ډګرجنرال ايلچين ګولي يف فرانس پريس خبري اژانس ته وويل، چې د افغانستان د سرحدي ځواکونو له عمومي قومندان ډګر جنرال محمد شفيق فاضل سره يې پر سرحدي مسايلو او د هېواد د پولو د ساتنې پر تدابيرو خبرې وکړې.
ډګرجنرال فاضل د اذربايجان د سرحدي ځواک په ۹۵ کاليزه کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته تللی دی.
حاضردمه د افغانستان يو شمېر سرحدي ځواکونه په اذربايجان کې تر روزنې لاندې دي.


د مطلب کود: 97270

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/97270/د-افغانستان-سرحدي-پوليسو-عمومي-قومندان-اذربايجان-ځواکونو-له-رييس-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com