کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هرات کې د سره صلیب ۵ تښټول شوي کارکوونکي خوشي شول

دصدای افغان خبری اژانس (اوا) , 30 اسد 1393 ساعت 13:23


 د سره صلیب نړیوالې کمېټې نن وویل چې د افغانستان په هرات ولایت کې د دې کمېټې ۵ برمته شوي کارکوونکي پرون روغ رمټ خوشي شول.
سره صلیب په یوه خبرپاڼه کې، چې د سویس په زوریښ ښار کې یې رویټرز خبري اژانس ته ایمیل کړې ده، د دې کمېټې د کابل د دفتر د مشرې مونیکا زاناریلي په قول ویل شوي:« زموږ پنځه همکاران اوس خلاص دي، د دوی روغتیايي حالت ښه دی او د خپلو کورنیو له غړیو سره یوځای شوي چې دا زموږ لپاره خورا مهمه ده.»
د سره صلیب دا پنځه کارکوونکي د سیوه ییزو وسله والو له لوري د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ /د اګست څوارلسمه/ تښتول شوي وو.


د مطلب کود: 97277

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/97277/په-هرات-کې-د-سره-صلیب-۵-تښټول-شوي-کارکوونکي-خوشي-شول

آوا
  https://www.avapress.com