کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

۳۵ تنه ترهګر طالبان د امنیتی ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې ووژل شول

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 3 سنبله 1393 ساعت 10:30


په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ  او ملي امنیت ځواکونو  د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې  ننګرهار، فاریاب ، ارزګان ، میدان وردک ، هرات ، لوګر ،نیمروز  او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۳۵  تنه  ترهګر طالبان  ووژل شول  ،  ۳۲ تنه ټپیان او۲۲ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې  ژوندي ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه  اندازه  وسلې ، مهمات  او چاودیدونکي توکي هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
همدا راز  د ملي پولیسو منسوبانو تېره  ورځ ،۸ کړۍ  ماینونه  چې د طالب ترهګرو له لورې  د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه  د ارزګان  او ننګرهار  ولایتونو  په  اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول.


د مطلب کود: 97473

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/97473/۳۵-تنه-ترهګر-طالبان-د-امنیتی-ځواکونو-دبېلا-بېلوګډو-چاڼېزو-عملیاتو-په-لړکې-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com