کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر کرزی له دواړو کاندیدانو سره د لوړې د مراسمو او د رایو پر تفتیش خبرې کوي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 6 سنبله 1393 ساعت 8:12


تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا د ولسمشرۍ دواړه کاندیدان د خبرو لپاره ارګ ته وربللي دي.
د ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې ښاغلی کرزی به له دواړو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله سره نن ماښام د رایو د تفتیش د بهیر په اړه خبرې وکړي او هغوی به وهڅوي چې انتخاباتي بهیر ژر پای ته ورسوي.
په کتنه کې به د ولسمشر کرزي دواړه مرستیالان، چې یو د یوه او بل د بل کاندید ملاتړ کوي، هم حاضر وي.
په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې حامد کرزي ټولو دولتي ادارو ته امر کړی چې د نوی ولسمشر د لوړو د مراسمو ته تیاري ونیسي.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې تر دېرش فیصده لږې رایو تفتیش لا نه دی بشپړ شوی خو که کاندیدان همکاري وکړي دا دېرش فیصده به ډېر ژر تفتیش شي.
ټاکل شوې ده چې ولسمشر کرزی له دواړو کاندیدانو سره د نوي ولسمشر د لوړې د مراسمو د دقیقې نېټې او د عبدالله عبدالله د ټیم له لوري یو وار بیا د انتخاباتي بهیر د بایکاټولو د خبرداری په اړه هم خبرې وکړي.
د اشرف غني احمدزي د انتخاباتي ټیم یوه غړي طاهر زهیر وویل، هیله لري چې نن به د نوي ولسمشر د لوړې نېټه په ګوته شي.
خو د عبدالله عبدالله انتخاباتي ټیم د دې نېټې له ټاکلو سره چندان لېوال نه ښکاري.


د مطلب کود: 97628

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/97628/ولسمشر-کرزی-له-دواړو-کاندیدانو-سره-د-لوړې-مراسمو-او-رایو-پر-تفتیش-خبرې-کوي

آوا
  https://www.avapress.com