کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ملي یووالي حکومت پر سر وروستۍ خبرې له موافقې پرته پای ته ورسېدې

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 8 سنبله 1393 ساعت 13:50


د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دواړو ټیمونو استازیو د جمعې په ورځ په کابل کې د ملي وحدت پر حکومت خبرې وکړې؛ خو کومې موافقې ته ونه رسیدل.
د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم استازي سید فاضل سانچارکي ازادي راډیو ته وویل؛ د راییو د تفتیش په برخه کې ستونزو ته په کتنه د دواړو ډلو پاملرنه سیاسي توافق ته اوښتې ده او په دې ترڅ کې عبداله عبداله او اشرف غني احمدزي په تیرو څو ورځو کې سره کتلې دي.
د بدلون او دوام انتخاباتي ټیم پر دې ټینګار کوي چې؛ د انتخاباتو نتیجه باید معلومه شي او د هغه په رڼا کې دې د ملي وحدت حکومت جوړ شي؛ خو د اصلاحاتو او همپالنې انتخاباتي ټیم د راییو د تفتیش بهیر ناکامه ګڼي او له هغه پرته د ملي وحدت د حکومت د جوړیدو لپاره پر خبرو ټینګار کوي.


د مطلب کود: 97788

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/97788/د-ملي-یووالي-حکومت-پر-سر-وروستۍ-خبرې-له-موافقې-پرته-پای-ته-ورسېدې

آوا
  https://www.avapress.com