دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۰۹:۱۹
د مطلب کود : 97898
جمهوررئیس حامد کرزي د مـلګـرو ملتونو د سازمان له ځانګړي استازي او په کابل کې د امریکې له سفیر سره وکتل

د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزي  د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان له ځانګړي استازي ښاغلي یان کوبیش او په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو له سفیر ښاغلي جیمز کهنینګم سره تیره مازیګر په ارګ کې وکتل.
په دغه کتنه کې ښاغلي کوبیش او ښاغلي کهنینګم د جمهوري ریاست د انتخاباتو د رایو د تفتیش د بهیر د پرمختګ د څرنګوالي په اړه جمهوررئیس کرزي ته معلومات ورکړل.
د ملګرو ملتونو د سازمان ځانګړي استازي د رایو د تفتیش د پروسېد ځنډیدو له امله د جمهوررئیس کرزي حوصله مندي وستایله.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcivva3.t1ay326kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته