کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

لاریونیانو د پاکستان دولتي تلویزیون 'سوځولی'

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 10 سنبله 1393 ساعت 16:50


د مظاهره کوونکو له لوري د پاکستان دولتي ټلویزیون ودانۍ له نیول کېدو او د خپرونو له درېدو وروسته د نیمه پوځي ځواک 'رینجرز' سرتېري دغې ودانۍ ته ورغلل او د مظاهره کوونکو شړل یې پیل کړل.
بل لور ته د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د یوه کانتینر د پاسه وینا وکړه، چې په وینا یې د دوی هېڅ یو لاریون کوونکی د ټلویزیون ودانۍ ته نه دی ننوتی.
نوموړي له خپلو پلویانو وغوښتل، چې په سوله ییز ډول خپل لاریون ته دوام ورکړي.
نوموړي دغه راز له هغوی وغوښتل، چې دولتي ودانیو ته له ننوتو ډډه وکړي. له عمران خان وروسته د عوامي ګوند مشر طاهر القادري هم خپله وینا کې له مظاهره کونکو وغوښتل، چې دولتي ودانیو ته ننه نه وځي.
ټلویزیوني تصویرونو کې لیدل کېږي، چې د نیمه پوځي ځواک یو سرتېری خلکو ته د ټلویزیون له ودانۍ نه د وتلو امر کوي.
له دې مخکې مظاهره کوونکي د ټلویزیون ودانۍ ته ننوتل او د ټلویزیون خپرونې په ټپه ودرېدې.


د مطلب کود: 97926

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/97926/لاریونیانو-د-پاکستان-دولتي-تلویزیون-سوځولی

آوا
  https://www.avapress.com