کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

'اسلامي دولت' د یوه بل امریکایي خبریال 'سر غوڅ کړی'

دصدای افغان خبری اژانس (اوا) , 12 سنبله 1393 ساعت 12:48


پر انټرنېټ یوه داسې وېډیو خپره شوې، چې د مخکني داعش ډلې د یوه بل امریکايي خبریال سټیفن سوتلوف سر پکې غوڅوي.
دغه ډله ګواښ کوي، تر هغو چې امریکا پر دغې ډلې بمباري نه وي درولې، دوی به د امریکايايي نیول شوو کسانو د سرونو غوڅولو ته دوام ورکړي.
د وېډیو په پای کې وسله وال کس د یوه بل خبریال، چې غالباً بریتانوی دی، د سر غوڅولو ګواښ کوي.
تېره میاشت د "اسلامي دولت" ډلې یوه وېډیو خپره کړه، چې امریکایی خبریال کلېکاږل جیمز فولي یې پکې وژلی و.
د سوتلوف مور شیرلي سوتلوف د فولي تر وژلو وروسته له اسلامي دولت نه د خپل زوی د خوشي کولو غوښتنه کړې وه.
د سپینې ماڼۍ ویاند جوش ایرنسټ ویلي، امریکايي چارواکي لاهم د دغې خپرې شوې وېډيو د کره کولو په اړه پلټنه کوي.
په وروستیو کې امریکا په عراق کې د "داعش" د جنګیالیو پر مرکزونو بمباري وکړه.
ایرنسټ وايي: "ددغې وېډیو کره والی نه شم تاییدولی یا دا چې په اړه یې رپوټونه ورکړل شوي. کله چې کومه وېډیو خپرېږي، نو امریکايي حکومت او استخباراتي چارواکي یې د کره والي په اړه پلټنه کوي."
په وېډیو کې یو مخ پټی سړی په بېدیا کې له زنګون شوي سوتلوف سره ښکاري، چې تورې جامې یې اغوستې او چړه یې په لاس کې ده.
مخ پټی سړی وايي، سوتلوف د امریکايي بریدونو د غچ اخیستو په غبرګون کې وژني:
"اوباما بیا راوګرځېدې، د اسلامي دولت پروړاندې د خپل سرتمبه بهرني سیاست له کبله راوګرځېدې... خو موږ مخکې هم ګواښ درته کړی و."
"له دې فرصته په ګټې اخیستو په دې ناوړه ایتلاف کې ټول شریک حکومتونه له امریکا سره د اسلامي دولت پرضد ګام اخیستو کې ګواښو چې بېرته وګرځي او زموږ هېواد خپلو هېوادوالو ته پرېږدي."
بریتانیا لومړي وزیر ډیویډ کامیرون ددغه خبریال وژنه د "شمر وړ خبره" بللې ده.
سوتلوف د ۲۰۱۳ کال اګست کې د سوریې شمالي حلب ښار ته څېرمه تښتول شوی و.
دغه خبریال له "ټایمز" ورځپاڼې او "فارین پالیسي" او "کریسټین ساینس مانیټور" سره کار کړی.
نوموړي په مصر، لیبیا او سوریه کې خبریالي کړې ده.
د هغه ملګري وايي، چې په یمن کې هم د څو کلونو لپاره اوسېدلی، چې په عربي ژبه یې ښې خبرې کولی شوای.


د مطلب کود: 98054

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/98054/اسلامي-دولت-د-یوه-بل-امریکایي-خبریال-سر-غوڅ-کړی

آوا
  https://www.avapress.com