کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهوررئیس کرزي په کونړ کې د امریکایي ځواکونو هوایي بمباري په کلکه وغندله

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 19 سنبله 1393 ساعت 16:44


د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د کونړ په ولایت کې د امریکایي ځواکونو پرونۍ هوایي بمباري چې له امله یې د سیمې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله وا وښتله، په کلکو ټکو وغندله او د چارو د ادارې چارواکو ته یې لارښوونه وکړه چې د دغې پیښې د څیړنې لپاره ډیر ژر یو پلاوی واستوي.
د کونړ د والي د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت د نرنګ ولسوالۍ د باډیل درې د غازي غونډۍ او قلاونو په سیمه کې د امریکایي ځواکونو د سې شنبې د ورځې د هوایي بمبارۍ له امله د دوه ماشومانو او دوه ښځو په شمول لږ تر لږه ۱۱ملکي وګړي وژل شوي او شاوخوا ۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي چې په ټپیانو کې ښځې او ماشومان شامل دي.
همدا راز جمهوررئیس کرزي، نن د کونړ له والي سره په ټیلیفوني خبروکې هغه ته هدایت ورکړ چې د شهیدانو له کورنیو او ټپیانو سره لازمې بیړنۍ مرستې وکړي.


د مطلب کود: 98525

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/98525/جمهوررئیس-کرزي-په-کونړ-کې-د-امریکایي-ځواکونو-هوایي-بمباري-کلکه-وغندله

آوا
  https://www.avapress.com