کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

محمدي: ملي اردو ځواکونه به هیڅلکه د افغان سیاستوالو تر تاثیر لاندې رانشي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 20 سنبله 1393 ساعت 18:34


د افغانستان دفاع وزارت ډاډ ورکړی چې؛ د هیواد ملي اردو به په انتخاباتي او سیاسي مسایلوکې بې طرفه وي.
د دفاع وزیر بسم الله محمدي چې نن یې د پوځ له دوه زرو څخه زیاتو افسرانو او سرتیرو دفراغت په مراسمو کې خبرې کولې؛ وویل، چې د ملي اردو ځواکونه به هیڅلکه د افغان سیاستوالو تر تاثیر لاندې رانشي.

"په سیاسي مسایلو کې ستاسو اردو بې طرفه ده، په انتخاباتي مسایلوکې بې طرفه وه او تل مو ټینګار کړی چې اردو په سیاست کې داخل نه شي؛ د افغانستان ملي اردو همدارنګه د افغانستان د ملي نوامیسو ساتوونکې پاتې کیږي."

د دفاع وزیر همدارنګه د جمهوري ریاست له دواړو کاندیدانو څخه وغوښتل چې هرڅومره ژر یوې سیاسي موافقې ته ورسیږي او په هیواد کې د بې ثباتۍ وضعیت پایته ورسوي.


د مطلب کود: 98593

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/98593/محمدي-ملي-اردو-ځواکونه-هیڅلکه-د-افغان-سیاستوالو-تر-تاثیر-لاندې-رانشي

آوا
  https://www.avapress.com