کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بلخ والي: که غوښتنې مو ونه منل شي شنه او نارنجي خوځښتونه به وکړو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 20 سنبله 1393 ساعت 19:57


د بلخ والي یوځل بیا وویل چې؛ د انتخاباتو پایلې نه مني او که غوښتنې یې ونه منل شي نارنجي او شنه خوځښتونه به وکړي.
عطا محمد نور نن په بلخ کې په یوې خبري غونډې کې ارګ، د اشرف غني احمدزي ټیم او د انتخاباتو کمیسیون یو متقلب مثلث وباله او زیاته یې کړه چې، د حمدزي د ډلې دوه نیم میلیونه رایې تقلبي دي.
د بلخ والي زیاته کړه چې، ملګرو ملتونو هم په انتخاباتوکې په درغلیو سترګې پټې کړي.
که څه هم ملګرو ملتونو تراوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې؛ خو له دې وړاندې په کابل کې د امریکا سفیر ښاغلی نور ورغوښتی و او ورته ویلې یې وو، چې دا ډول هڅې یې زیان اړونکې دي.


د مطلب کود: 98599

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/98599/د-بلخ-والي-غوښتنې-مو-ونه-منل-شي-شنه-او-نارنجي-خوځښتونه-وکړو

آوا
  https://www.avapress.com