کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

۲۵ تنه ترهګر طالبان د امنیتی ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې ووژل شول

خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل , 22 سنبله 1393 ساعت 10:18


په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ  او ملي امنیت ځواکونو  د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې  غرنی ، بدخشان ، لوګر ، ننګرهار ،کنړ ، هلمند او کاپیسا ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۲۵ تنه  ترهګر طالبان  ووژل شول  ، ۸ تنه ټپیان او۳  تنه د امنیتي ځواکونو له لورې  ژوندي ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه  اندازه  وسلې او مهمات  هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي  .
همدا راز  د ملي پولیسو منسوبانو تېره  ورځ ،۵ کړۍ  ماینونه  چې د طالب ترهګرو له لورې  د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه  د فاریاب  او میدان وردک  ولایتونو  په  اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول.


د مطلب کود: 98645

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/98645/۲۵-تنه-ترهګر-طالبان-د-امنیتی-ځواکونو-دبېلا-بېلوګډو-چاڼېزو-عملیاتو-په-لړکې-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com