کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د رایو تفتیش د ملګرو ملتونو په ملګرتیا، په نړيوالو معيارونو ترسره شوى

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 22 سنبله 1393 ساعت 12:18


د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون ویلي چې د ټولو رايو د بياشمېرنې او څېړنې بهير د ملګرو ملتونو په همکارۍ په نړيوالو معيارونو ترسره شوى دى،اوله دواړو نوماندانو څخه یې دټلیفوني اړیکي پر مهال غوښتي چې باید د ملي حکومت د جوړولو په اړه په خپلو ژمنو ودرېږي.
په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې بانکي مون تېره شپه د افغانستان د ولسمشرۍ له دواړو کانديدانو، ډاکټر اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله سره ټېلېفوني خبرې کړې دي. د ملګرو ملتونو سرمنشي له دواړو کانديدانو غوښتي چې ژر تر ژره سياسي پروسه بشپړه کړي.
بانکي ويلي، د دواړو کانديدانو په موافقې سره د ټولو رايو د بياشمېرنې او څېړنې بهير د ملګرو ملتونو په همکارۍ په نړيوالو معيارونو ترسره شوى دى.


د مطلب کود: 98660

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/98660/د-رایو-تفتیش-ملګرو-ملتونو-په-ملګرتیا-نړيوالو-معيارونو-ترسره-شوى

آوا
  https://www.avapress.com