کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان د ناټو ځواکونو د تاسیساتو د ساتنې لپاره ځانګړی ځواک جوړوي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 23 سنبله 1393 ساعت 9:57


تاند- د افغانستان حکومت د امریکا په مالي مرستو د هغو تاسیساتو د ساتنې لپاره، چې د نړیوالو ځواکونو له خوا د افغانستان د دفاع وزارت ته سپارل کیږي، نوی ځواک جوړي.
د ارګ له یوې خبرپاڼې سره سم د دفاع وزارت د تاسیساتو د ساتنې له دې ځواک سره د امریکا د مرستو په اړه پرون (شنبې) د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو له قومندان جنرال جان کمپبیل سره  یوه موافقه لاسلیک کړه.
د موافقې له مخې به د دفاع وزارت د تاسیساتو د ساتنې ځواک جوړیږي، څو د هغو تاسیساتو او ودانیو ساتنه وکړي چې نړیوالو ځواکونو افغان لوري ته سپارلي او یا یې د دې کال تر پای پورې سپاري.
ټاکل شوې ده چې په راتلونکو درې نیمو میاشتو کې ټول نړیوال محارب ځواکونه له افغانستانه ووځي او خپل ټول تاسیسات افغان دولت ته وسپاري.
د دفاع وزارت په چوکاټ کې دا ځواک به پنځه زره دیرش تنه سرتیري ولري او د امریکا متحده ایالات به یې د یو کال لپاره معاش او نور لګښتونه چې څوارلس ملیون ډالري کیږي ورکوي.  د ارګ خبرپاڼه وايي چې د یو بل کال لپاره هم دا مرسته تمدیدلی شي.
د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار ښاغلي سپنتا دا ښه مرسته ګڼلې چې دفاع وزارت به ترې د دې ځواک د تجهیز او روزنې لپاره کار واخلي.
په وروستیو کې ځینو افغانانو شکایت کړی چې امریکا او د ناټو نور غړي هغه اډې او تاسیسات، چې ځواکونه یې ورڅخه وځي، نړوي.
لوېدیځو رسنیو هم په ځلونو په دې اړه راپورونه خپاره کړي چې د ناټو ځواکونو خپل تاسیسات له دې کبله نړوي چې د افغانستان د دولت د وسله والو مخالفانو لاس ته ور نه شي.
خو د ارګ خبرپاڼه وايي دا موافقه به سبب شي چې د هغو تاسیساتو د تخریب مخه ونیول شي.


د مطلب کود: 98720

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/98720/افغانستان-د-ناټو-ځواکونو-تاسیساتو-ساتنې-لپاره-ځانګړی-ځواک-جوړوي

آوا
  https://www.avapress.com