کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

صدیقي: د امنیت د لاښه ټینګښت په هدف د پولیسو اوخلکو ترمنځ همږغي یوه مهمه اړتیا ده

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 23 سنبله 1393 ساعت 13:32


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په هېواد کې د امنیت د لاښه ټینګښت په هدف د پولیسو اوخلکو ترمنځ همږغي یوه مهمه اړتیا ده.
د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، د پولیسو بریالتوب د خلکو له همکارۍ سره تړلی دی.
ښاغلي صدیقي له خلکو وغوښتل چې؛ خپلې ورځنۍ ستونزې د پولیسو سره شریکي کړي:
″ستاسو له  همکاري او ملاتړ پرته پولیس نه شي کولای چې لید لورې ولري، پولیس په یوازې توګه نه شي کولای چې بریالي وي تاسو په خپلو استوګن ځایونو او ناحیو کې له زیاتو ټولنیزو ستونزو سره مخامخ یاست، خو له بده مرغه تاسو دا ستونزې له پولیسو سره نه شریکوي.″
هغه زیاته کړه، خلک باید پوه شي چې سیمه ییز استخبارات په ځانګړي ډول د پاکستان ای اس ای هڅه کوي چې دغه ځواکونه کمزوري وښيي او له دې لاری د خلکو باور پر پولیسو کم کړي.


د مطلب کود: 98736

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/98736/صدیقي-د-امنیت-لاښه-ټینګښت-په-هدف-پولیسو-اوخلکو-ترمنځ-همږغي-یوه-مهمه-اړتیا-ده

آوا
  https://www.avapress.com