کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر کرزي يوشمېر افغان لیکوالو او څېړونکو ته عالي دولتي مدالونه ورکړل

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 24 سنبله 1393 ساعت 11:51


ولسمشر حامد کرزي يوشمېر افغان فرهنګیانو، لیکوالو او څېړونکو ته عالي دولتي مدالونه ورکړل.
د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې وايي؛ دا مډالونه د هېواد فرهنګي شخصیتونو ته پرون په ارګ کې د خاصو مراسمو په ترڅ کې ورکړل شول.
قاموس لیکوال عبدالحمید بهیج عثماني د همدې فرهنګیانو له ډلې دی. ښاغلي عثماني آزادۍ راډیو ته وویل:
"هېوادمشر د افغانستان په کچه اوه څلوېښتو نومیالو لیکوالو؛ ادیبانو، څېړونکو، شاعرانو او کارپوهانو ته چې په دې هېواد کې یې د پام وړ علمي او ادبي آثار لیکلي دي؛ د غازي میربچه خان عالي دولتي مډالونه ورکړل."
بهیج عثماني وايي، په دې ډله کې د هېواد د بېلابېلو ژبو او ولایتونو شخصیتونه شامل وو.


د مطلب کود: 98790

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/98790/ولسمشر-کرزي-يوشمېر-افغان-لیکوالو-او-څېړونکو-ته-عالي-دولتي-مدالونه-ورکړل

آوا
  https://www.avapress.com