کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل د استیناف محکمې د پغمان د پېښې د مجرمینو په اړه خپله پرېکړه اعلان کړه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 24 سنبله 1393 ساعت 18:22


د کابل د استیناف محکمې په پغمان ولسوالۍ کې د جنسي تیري او غلا په تور د ۷ کسانو له ډلې پنځه تنه يې په اعدام او دوه نور يې د کافي شواهدو د نشتون له امله په شلو شلو کالو بند محکوم کړل.
په دې محکمه کې موظف قاضي وویل؛ چې دغه کسان کولای شي، د بلې محاکمې غوښتنې هم وکړي.
تر دې مخکې د کابل ابتدایه محکمي دغه اوه تنه په اعدام محکوم کړي وو.
دغو کسانو شااوخوا دوه اونۍ وړاندې د پغمان په ده عربان سیمه کې د یوې کورنۍ موټر چې له واده نه د ستنېدو په حال کې وو؛ ودراوه، د ښځو ګاڼې یې په زور واخیستې او له ښځو سره یې ناوړه چلند وکړ.
پولیس ویلي چې، په دې پیښه کې د درېیو نورو تورنو کسانو په لټه کې هم دي چې؛ ژر ترژره به ونیول شي.


د مطلب کود: 98828

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/98828/د-کابل-استیناف-محکمې-پغمان-پېښې-مجرمینو-په-اړه-خپله-پرېکړه-اعلان-کړه

آوا
  https://www.avapress.com