کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د دوو قوماندانانو په ګډون ۱۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 25 سنبله 1393 ساعت 10:18


د میدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې تېره شپه د عملیاتو په ترڅ کې د دوو قوماندانانو په ګدون ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي او یو ټپي شوی او دوه نور ژوندي نیول شوي دي.
د امنیتي ارګانونو د معلوماتو له مخې دغه عملیات د ګډو افغان ځواکونو له لورې د نرخ ولسوالۍ په شهاب الدین،قلعه سنګي،تیتمور او بادام سیمو کې ترسره شوي.
د دغه عملیاتو پر مهال د مصطفی او ملا ذبیح الله په نومونو د وسله والو طالبانو د دوو قوماندانانو د وژل کیدو ترڅنګ د دوی ګڼ شمېر درنې او سپکې وسلې او مهمات هم لمنځه وړل شوي دي.
په ترسره شویو عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی.


د مطلب کود: 98849

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/98849/د-دوو-قوماندانانو-په-ګډون-۱۶-وسله-والو-طالبانو-ته-مرګ-ژوبله-اوښتې

آوا
  https://www.avapress.com