کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

احمدزي او عبدالله د خپلو خبرو د پرمختګ ډاډ ورکړى

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 25 سنبله 1393 ساعت 14:53


د افغانستان د ولسمشرۍ دواړو نوماندانو له حامد کرزي سره په کتنه کې د خپلو مذاکراتو د پرمختګ خبر ورکړى او ويلي دي، چې په دې اړه به ډېر ژر هوکړه ليک لاسليک کړي.
د پژواک خبري آژانس د خبر له مخې د ولسمشرۍ د مطبوعاتي دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې اعلان شوی، دغه کتنه پرون له غرمې وروسته په ارګ کې ترسره شوه  د ولسمشر دواړو مرستيالانو يونس قانوني او کريم خليلي هم شتون درلود.
ويل شوي، چې په دې کتنه کې، د ولسمشرۍ دواړو نوماندانو حامد کرزى د ملي وحدت د حکومت په هکله د هغوى د مذاکراتو د بهير د پرمختګونو په اړه په جريان کې اچولى دى.
په خبرپاڼه کې ويل شوي، اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله هيله څرګنده کړې، چې شوې موافقې به ډېر ژر د ولسمشر کرزي او د هېواد د معززو شخصيتونو په شتون کې لاسليک کړي.
حامد کرزي هم يو ځل بيا د ولسمشرۍ له دغو دواړو  نوماندانو غوښتي، چې هڅه وکړي، په خپلو کې شويو موافقو ته د رسېدو لپاره، خپلې هڅې ډېر ژر يوې پايلې ته و رسوي.
د ولسمشر دفتر د حامد کرزي په حواله ويلي، دی به په خپل ټول توان، موافقې ته د رسېدو د پروسې د چټکتيا لپاره، لکه د پخوا په څېر له اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله سره همکاري وکړي.
د دغو دوو نوماندانو د مذاکراتو پرمختګ او په دې برخه کې د يوه هوکړه ليک د ډېر ژر لاسليکولو د هيلې څرګندول، په داسې حال کې اعلانېږي، چې د ټاکنو کميسيون تېره ورځ د رايو د بياڅېړنې د بهير د پاى اعلانولو ترڅنګ وويل،  چې دغه پايلې د شکايتونو کمېسيون ته استول شوې دي.
د قانون له مخې، دواړه نوماندان حق لري چې د ټاکنو کمېسيون له لوري د رايو د شمېرنې پروسې له پاى ته رسېدو وروسته د ٢٤ ساعتونو په موده کې، د دغه کمېسيون د پرېکړې په اړه د ټاکنيزو شکايتونو په کمېسيون کې خپل شکايت ثبت کړي او د شکايتونو کمېسيون هم بايد د ٤٨ ساعتونو په ترڅ کې ټول شکايتونه وڅېړي او پايله يې د ټاکنو کمېسيون ته ولېږي.


د مطلب کود: 98859

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/98859/احمدزي-او-عبدالله-د-خپلو-خبرو-پرمختګ-ډاډ-ورکړى

آوا
  https://www.avapress.com