کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسي جرګه به نن امنیتي مسولین د دغې جرګې استجوابیه غونډې ته ور وغواړي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 26 سنبله 1393 ساعت 12:00


ټاکل شوې ولسي جرګه نن امنیتي مسولین د دغې جرګې استجوابیه غونډې ته ور وغواړي.
له دغې جرګې څخه د ازادۍ راډیو خبریاله وایي، وکیلان به له امنیتي ځواکونو څخه د وروستیو امنیتي حالاتو په اړه پوښتنې وکړي.
تردې یوه ورځ مخکې مشرانو جرګې هم د دفاع او کورنیو چارو وزیران او د ملي امنیت مرستیال دغې جرګې ته ورغوښتي وه.
په پرونۍ غونډه کې ترډیره له امنیتي مسولینو سره د افغانستان پر ختیځو سیمو د پاکستان د راکټي حملو او د سرحد په اوږدوکې د پاکستان له خوا د خندقونو د ایستلو په اړه خبرې او بحثونه وشول.


د مطلب کود: 98934

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/98934/ولسي-جرګه-نن-امنیتي-مسولین-د-دغې-جرګې-استجوابیه-غونډې-ته-ور-وغواړي

آوا
  https://www.avapress.com