کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د شکایتونو کمیسیون د انتخاباتو د نتیجو په هکله د خپلو څیړنو وروستۍ پریکړه نن د انتخاباتو کمیسیون ته لیږي

27 سنبله 1393 ساعت 18:29


د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وايي چې؛ د جمهوري ریاست د دویم پړاو انتخاباتو د نتیجو په هکله د خپلو څیړنو وروستۍ پریکړه نن د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته لیږي.
د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون مشرعبدالستار سعادت وویل، که چیرې د انتخاباتو کمیسیون د دوی د څیړنو په اړه ملاحظه لري، باید ترڅلوریشتو ساعتونو پورې یې دوی ته وسپاري.

معلومه نه ده، چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون به د انتخاباتي شکایتونو په څیړنو کوم اعتراض وکړي او که نه خو له دې وړاندې یې ویلي، چې ددې پریکړې له ور رسیدو سره سم به د انتخاباتو نتیجه اعلان کړي.


د مطلب کود: 99027

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/99027/د-شکایتونو-کمیسیون-انتخاباتو-نتیجو-په-هکله-خپلو-څیړنو-وروستۍ-پریکړه-نن-ته-لیږي

آوا
  https://www.avapress.com