دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۵۹
د مطلب کود : 99572
دافغانستان یوشمیر سرزورو طالبانو دداعش ډلې ملاتړ پیل کړی .
دافغانستان یوې ورځپاڼې په جنوب کښې داعش ترهګرې ډلې ته دورته ډلې د څرګندیدا خبر ورکړ .
شین هوان خبري اژانس وايي دافغانستان چاپ و حدت ورځپاڼې پرون وویل د طالبانو ډلې سرزوري غړي چې له داعش ترهګرې ډلې سره د ارتباط لرلو ادعا کوي په جنوب کښې په ځینو سیمو کښې دداعش ترهګرې ډلې تور بیرغونه رپولي دي او دداعش ډلې په ملاتړ کښې یې په دیوالونو شعارونه هم لیکلي دي .
دافغانستان وحدت ورځپانې د غزني ولایت د والي دمرستیال محمد علي احمدي په قول وویل دطالبانو ډلې دغو غړیو دجنوب په ځینو لارو کښې ارتباطي لارې بندې کړي دي .
هغه وویل دغه نوي افغان جوړه شوي سرزوري ډله چې د داعش ترهګرې ډلې یوه څانګه ده خپل فعالیتونه په مغار برخې کښې له شینکار سیمې پیل کړي او دغه ډلې تراوسه کابو درې(۳) کسان په ډیرې بې رحمې سره وژلي دي .
دافغانستان دغزني د و الي مرستیال محمد علي احمدي خبرداری ورکړ که چیرې حکومت ونشي کولای ددغه ترهګرې ډلې فعالیت بند کړي نو دغه ډله به خپل فعالیتونه زیات کړي .
سیاسي شناندي وايي چې طالبان، القاعده ، داعش ، النصره جبهه ټول یو شان دي ، یوشان وهابي سرزوری تفکر لري دامریکا او یو شمیر هیوادونو لخوا پوځي او مالي ملاتړونه لري .
امریکا اوس کوشش کوي چې دافغانستان په طالبانو داعش نوم کیږدوي چې خپلو هدفونو ته دسعودي عربستان په وسیله چې دترهګرو ډلو ستر ملاتړ هیواد دی ورسیږي .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcj8ieh.uqehaz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته