کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هانګ کانګ حکومت له ښاره د لاریون ضد پولیسو د ایستلو اعلان وکړ

دصدای افغان خبری ازانس(اوا) , 7 میزان 1393 ساعت 15:32


د هانګ کانګ حکومت نن د ښار له واټونو د لاریونو ضد پولیسو د ایستلو اعلان وکړ.
دا د ډیموکراسي پلوو مظاهره کوونکو یوه عمده غوښتنه وه. د هانګ کانګ پر یوه حکومتي ویب پاڼه ویل شوي؛ د دې لپاره چې لاریون کوونکي غلي شوي؛ د لاریونوضد پولیس له واټونوایستل کیږي.
حکومت پر لاریون کوونکو غږ کړی چې؛ له کوڅو او واټونو ووځي.
رپوټونه وايي چې، د هانګ کانګ پولیسو پرون د لاریونکونکو د خورولو لپاره په وار – وار اوښکي بهونکی ګاز پاشلی دی.
په هانګ کانګ کې زده کوونکو د جمعې له ورځې راهیسې د زیاتې ډیموکراسۍ لپاره ستر لاریون پیل کړی او له حکومته غواړي چې؛ د ټاکنو د اصلاحاتو په اړه خبرې ورسره وکړي. دوی د ښاروالۍ د ټاکنو په اړه د پیکنګ د بندیزونو تازه پریکړه رد کړې ده. د هانګ کانګ د ښاروالۍ انتخابات په ۲۰۱۷ میلادي کال کیږي چې؛ هلته سابقه نه لري.
یوه ځوان مظاهره کونکي ویکتور چان نن رویټرز ته وویل: "زه دلته راغلی یم چې هانګ کانګ وژغورم. موږ تقلبي ټاکنې نه غواړو. موږ ریښتيني ډيموکراسي غواړو."


د مطلب کود: 99656

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/99656/د-هانګ-کانګ-حکومت-له-ښاره-لاریون-ضد-پولیسو-ایستلو-اعلان-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com