د پاکستان د وزیراعظم په شمول د یولسو شخصیتونو په خلاف د قتل دوسیه ثبت شوه.
د پلازمینې اسلام آباد په شاهراهِ دستور باندې د تحریک انصاف ګوند د کارکونکو د وژلو په تور د وزیراعظم نوازشریف په شمول د پاکستان د یوولسو لوړرتبه چارواکو او شخصیتونو په خلاف د قتل دوسیه ثبت شوې ده.
زمونږ خبریال وايي د اسلام آباد په سیکرټریټ تاڼه کښې په ثبته شوې دوسیه کښې د قتل، اقدامِ قتل او ترهګرۍ تورونه هم شامل دي.
خبر زیاتوي چې د پاکستان د پلازمینې اسلام آباد په شاهراه دستور باندې د آګست په ۳۱ نیټه د رامینځته شویو پيښو په وجه د وزیراعظم نوازشریف، د پنجاب صوبې د اعلی وزیر شهبازشریف، د کورنیو چارو د وزیر چودري نثار علي خان، د دفاع وزیر خواجه آصف، د ریلوی د وزیر خواجه سعد رفیق، د پنجاب د پولیسو د مشر یعنې آيي، جي مشتاق سکهیرا، د ریلوی د پولیسو آيي، جي سید ابن حسین، د سیکرټریټ تاڼې د ایس، ایچ، او د عملیاتو د ایس، ایس، پي په شمول یولس تنه لوړ شخصیتونه تورن کړې شوي دي.