کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي د جمهور رئیس اوباما له سلاکار سره وکتل

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 8 میزان 1393 ساعت 13:48


د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني احمدزي د امریکا د جمهوررئیس بارک اوباما له سلاکار جان پودیستا سره وکتل.
په دغه کتنه کې چې پرون ماښام په ارګ کې ترسره شوه، ښاغلي جان پودیستا دافغانستان د منتخب جمهور رئیس په توګه د ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي د ټاکل کېدو له امله هغه ته مبارکي وویله.
د جمهور رئیس اوباما سلاکار د افغانستان له نوي حکومت سره د امریکا د مرستو او همکاریو د دوام ډاډ څرګند کړ.
د افغانستان جمهور رئیس د ده د لوړې په مراسموکې د ښاغلي جان پودیستا د ګډون او په تېرو کلونوکې له افغانستان سره د امریکا د متحده ایالاتو د مرستو او همکاریو له امله مننه وکړه.
ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي ټینګار وکړ چې له افغانستان سره د امریکا مرستې باید د افغانستان د حکومت له لارې ترسره شي.


د مطلب کود: 99699

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/99699/ډاکتر-محمد-اشرف-غني-احمدزي-د-جمهور-رئیس-اوباما-له-سلاکار-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com