کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ملګرو ملتونو د سازمان عمومي منشي بانکي مون جمهوررئیس اشرف غني احمدزي ته مبارکي وویله

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 9 میزان 1393 ساعت 14:36


د ملګرو ملتونو د سازمان عمومي منشي بانکي مون د یوې ټیلیفوني اړیکې په ترڅ کې د افغانستان د جمهور رئیس په توګه د محمد اشرف غني احمدزي د ټاکل کېدو له امله هغه ته  مبارکي وویله.
په دغه ټیلیفوني اړیکه کې چې پرون ماښام ترسره شوه، د ملګرو ملتونو د سازمان عمومي منشي بانکي مون د هېواد منتخب جمهور رئیس ډاکترمحمد اشرف غني احمدزي ته ډاډ ورکړ چې له افغانستان سره به د ملګرو ملتونو د سازمان مرستې او همکارۍ د تېر په څېر دوام ومومي.
همدا راز په دغه ټیلیفوني اړیکه کېبانکي مون وویل چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان نوی ځانګړی استازی به د روان میلادي کال تر وروستیو پورې کابل ته واستول شي.
جمهور رئیس ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي د ملګرو ملتونو د سازمان د عمومي منشي د ټیلیفوني اړیکې او د جمهوري ریاست د دوهم پړاو د انتخاباتو د رایو د تفتیش او په دغه پروسه کې د شفافیت د رامنځته کولو لپاره  د ملګرو ملتونو د سازمان  له همکاریو څخه مننه او قدرداني وکړه.
همدا راز د هېواد جمهوررئیس د انتخاباتو د رایو د تفتیش په بهیرکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان د ځانګړي استازي ښاغلي یان کوبیش نه ستړې کېدونکې هڅېوستایلې.
ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي هیله څرګنده کړه چې د ملګرو ملتونو د سازمان نوی ځانګړی استازی د افغانستان لپاره د یاد سازمان ټول پروګرامونه د افغانستان له دولت سره په بشپړه همغږۍ کې تنظیم کړي.


د مطلب کود: 99781

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/99781/د-ملګرو-ملتونو-سازمان-عمومي-منشي-بانکي-مون-جمهوررئیس-اشرف-غني-احمدزي-ته-مبارکي-وویله

آوا
  https://www.avapress.com