کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حضرت عمر زاخیلوال د ملي اقتصاد د سلاکار او د مالیې وزارت د سرپرست په توګه وټاکل شو

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 9 میزان 1393 ساعت 15:55


افغان ولسمشر اشرف غني احمدزي د ماليې وزیرحضرت عمر زاخیلوال د ملي اقتصاد د سلاکار او د مالیې وزارت د سرپرست په توګه وټاکه.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې؛ ښاغلی زاخیلوال د مالیې په وزارت کې د کاري ځنډ د مخنیوي په خاطر د هغه وزارت سرپرست ټاکلی شوی.
حضرت عمر زاخیلوال تردې وړاندې هم له څو کلونوراهیسې د افغانستان د مالیې وزیر وو.
افغان چارواکي وایې، ډيرژربه د کابینې نوي وزیران ملي شورا ته د رایو د اخیستلو لپاره معرفي شي.


د مطلب کود: 99788

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/99788/حضرت-عمر-زاخیلوال-د-ملي-اقتصاد-سلاکار-او-مالیې-وزارت-سرپرست-په-توګه-وټاکل-شو

آوا
  https://www.avapress.com