کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهور رئيس احمدزي د ۴۰۰ بستریز له روغتون څخه کتنه وکړه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 14 میزان 1393 ساعت 13:58


د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس ډاکټر اشرف غني احمدزي تېر ماښام د اختر په دویمه ورځ د سردار محمد داود خان له۴۰۰ بستریز روغتون څخه کتنه وکړه.
ډاکټر اشرف غني احمدزي له ۴۰۰ بستریز روغتون څخه د کتنې پرمهال د دغه روغتون له کارکوونکو، پوځي او ملکي ناروغانو او ټپیانو سره اختر مبارکي وکړه.
جمهور رئيس احمدزي په دغه کتنه کې د امنیتي ځواکونو له ټپیانو او ملکي ناروغانو څخه د هغوی روغتیا يي حالت وپوښت او مسوولینو ته يې هدایت ورکړ چې په دغه روغتون کې شته ستونزې راکمې او ناروغانو ته جدي پاملرنه وکړي.
جمهور رئيس د روغتون مسوولینو ته وویل چې د ناروغانو د لیدلوري له مخې باید یوه بې طرفه او سراسري څېړنه وشي، ترڅو پوه شو چې ناروغان له څه ډول ستونزو سره مخامخ دي چې ژر ترژره ورته د حل لاره ولټول شي.
جمهور رئيس احمدزي څرګنده کړه چې د دغه روغتون له کارکوونکو ملاتړ کوي خو شته ستونزې باید سره شريکې او د حل لاره ورته ولټول شي.


د مطلب کود: 99982

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/99982/جمهور-رئيس-احمدزي-د-۴۰۰-بستریز-له-روغتون-څخه-کتنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com