دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۴ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۱۴
د مطلب کود : 124014
کاسترو  و اوباما
کاسترو و اوباما
د امریکا او کوبا رابطه؛د پنځوس کالو غلطیا اعتراف
راؤول کاسترو کوبا ولس مشر او بارک اوباما د امریکا ولس مشر په یو تاریخی غونډه کی موافقت کړی دی چی د اختلافات او ستونزی چی سره لری د حقوق بشر دپاره همکاری وکی
ښاغلی کاسترو وویل چی د امریکا د بندیزونه دپاره باید دير کوښش وکی او د امریکا د ګوانتانامو پایګاه چی په سمندر کی دی باید ایسته سی.
ښاغلی اوباما د امریکا ولس مشر پس له ۱۹۵۹ انقلاب کوبا ته سفر کړی وو او وویل چی تجاری بندیزونه ټول باید ایسته سی.
اوباما وویل: د امریکا او کوبا سرنوشت هیڅ څوک معلومه کوی نه... د کوبا اینده هم کوبانیان پخپله باید معلومه کی.
د کوبا ولس مشر د کوبا کارنامه د حقوق بشر په هلکه دفاع وکی او د امریکاییانو ستونزی ته اشاره وکی.
اکثر ناظرونه، د اوبا دوه ورځنی سفر په کوبا کی یو تاریخی سفر منلی دی او وایی چی دا معلوموی چی د امریکا اوسنی ولس مشر د ۵۰ کالو راهیستی ستونزی د کوباییان دولت او او د دوی انقلابی ولس سره پښیمانه دی.
تحلیل کوونکی دغی ته انتظار نه لری چی ټوله ستونزی په یوپلا حله سی او د دواړو هیوادونه حالات ټول عادی سی.
د کوبا دولت او ولس د کمونیزم په اصول او د ۱۹۵۹ کمونیستی انقلاب باندی وفاداره دی. دا وفاداری تر هغه وخت پوری چی فیدل کاسترو د کوباییان د کومونیستی انقلاب ایديولوژیک او کاریزماتیک رهبر په نامه ژوندی دی سته.
په داسی وصف، د اوبا اوسنی دولت د هر وقت زیادتر باید خپلی خصومتونه پریږدی ځکه چی د کوبا اقتصاد پس له امریکا بندیزونه ډیر اوګار سوی دی او کوبا غواری چی د امریکا د رابطی سره وکولای سی خپلی اقتصاد سمه کی.
دا هغه غوشتنه دی چی د کوبا اکثر ولس د اوبا په اخری سفر کی لری؛منګر بیا هم ډیر نور ستونزی د دوی پر لار باندی پاته ده.
یوازنی شی دی دلته سته دا دی چی کوبا یو کمونیستی حکومت لری او ددوی انقلابی ولس دخپلی مشر یعنی فیدل کاستر په اخلاصه زره باندی احترام لری او په هغه باندی مینه لری.
کاسترو دخپلی سیاست په قدرت کی د خپلی سخنرانی کی چی ساعتونه وخت تیرول او هغه د امپریالیستی پر ضد باندی ؤو او ډیر انقلابی خبری کوله په هغه باندی شهرت او ډیر محبوبیت درلود او لری.
هغه اکثرا ۷ ساعت د امریکا پر ضد او دوی سلطه کوونکی نظام او د متخده ایالاتو د استکبار باندی خبری کوله او کمونیتستی انقلاب اصول او ارزشونه په لاتین امریکا کی چی د امریکاییانو پلورول سوی رژیم دی دفاع کوله.
تر اوسه پوری د کولا ولس هغه انقلابی شور او اشتیاق یی ندی هیر کړی؛ په داسی حال چی امریکا د خپلی استمرار په اشغال کی د ګوانتانامو جزیره او د دوی بد نامه محبس چی په دغه جزیره کی دی د دوی استکباری او اشغال کوونکی تصویر د کوباییانو په دماغ کی ژوندی پاته ایشی دی.
د راؤول کاسترو په سخنرانیانو کی؛ د کوبا ولس مشر د ګوانتانامو اشغال ازادی غوښتنه معلومداره ؤو.
کاسترو همداسی د امریکاییانو ادعاګانی د حقوق بشر په زمینه کی، او عدم مداخلی د نور مملکتونه او هیوادنه او دیموکراسی او ازادی او... یی د پوښتنه لاندی راوړل اوپه داسی طریقه د امریکا اتهاماتونه د نور هیوادنو ځواب یی راکړ.
اوباما که بیا هم ډیر محافظه کاری او مماشاتونه د حقوق بشر په وضعیت باندی د سیاسی بندیانو او دکوبا ازادی کی انتقاد وکی او هغه یی یو مانع د دواړو هیوادونه په مابین کی وبلل. منګر بیا هم د امریکا غلطیا د ۵۰ کالو راهیستی چی د کوبا سره یی درلود او ظالمانه بندیزونه چی کړی دی اذعان وکی؛ دا هغه مساله ده چی د ناظرانو په باور باندی په ډیر او اکثر مواردو کی چی امریکا د نور هیوادونو سره دښمنی لری صادق دی او ښکاره کوی چی امریکا اوس د خپلی زوروویلو او مداخلاتوکی د نور هیوادونو کی خبر سوی او غواړی چی هغه جبرانه کی.
https://avapress.com/vdchzknzk23nivd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته