دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۸:۵۵
د مطلب کود : 124336
طالبان او داعش دواړه، د یو پولیسیاه مخونه دی
د داعش ګروپ د پیدایش نه په افغانستان کی، اکثر حکومتی مشران او مقامات داسی فکر کاوه چی داعش په افغانستان کی ځای نلری، او د افغانستان ولس هم د دوی څخه نه استقبالوی او داسی نور اظهاراتونه چی د موضع نیول د خلکو دپاره ښه او لازمه ده تر سو چی نور نګرانی او اظطراب ونه لری.
منګر له بلی خوانه چی دغه اظهارات د هیواد په موجود واقعیت کی سره تطابق نه لری ډیر نسو کولای چی و هغوته اعتنا وکی تر سو چی د خلګو نګرانی یی د پوشش لاندی کو. په اول قدمه باید ووایو چی له یو کال راهیستی د داعش تروریستی ګروپونه او البته د امریکا او سعودی او ترکیه دولت د مرسته په افغانستان کی غټه فعالیتونه یی شروع کړی دی او سرنګه چی رسانه دغه خبرونه یی نشر کوی د دوی فعالیتونه ورځ په ورځ ډیریږی.
د اخری خبرونه په اساس باندی، د داعش ګروپ په افغانستان کی، دغه ډلی په د افغان امنیتی ځواکونو لخواښکست یی خوړلی دی، ځینی ننګرهار ولسوالیان یی خوښه کړی دی او د نورستان غرونو ته تشتیدلی دی تر سو چی هلته خپلی تروریستی عملیاتونه په نورستان کی اجرا کی او هلته یی هم نا امنه کړی.
منګر د دغی فعالیتونه سرههم باید یو بده خبر چی تقریبا یو میاشت دمخه د کابل د یو رسانی سره چی د ولسی جرګه یو غړی سره مصاحبه کړی وو چی وویلی دی پنځوس زره داعشیان د ترکیه څخه افغانستان ته راځی او د پسرلی دپاره لویه تروریستی عملیاتونه کوی که دغه خبره ریښتیا سی نو باید یو لویه فاجعی ته په افغانستان کی انتظار وکو.
بی له دغی خبرونه هم په تیره کال کی د ډول رسانو څخه او د ولس د نمایندګان چی پارلمان کی دی اوریدل کیږی چی داعشیان د افغانستان د مختلفه منطقو څخه عسکرونه نیسی او دغه عسکران د طالبانو د مابین کی او د دولت د مخالفینو لخوا دی. د دغی دلیل روښانه دی ځکه طالبان او د دولت مخالفین او داعشیان ټوله تقریبا یو هدف لری او له هری خوا سره اشتراک لری.
د مثال په توکه، داعش او طالب یو قسم مذهبی ګرایشونه لری او د دواړو مابین کی یو قسم مولیانی او د دینی علوم طالبان دی چی اکثر د پاکستان په دینی مدرسی کی سبق ویلی دی او د سلفی او وهابی ګرایشونه هم د کافی په اندازه کی ګټه اخیستی دی.
د جهان بینی او رفتارونه دخپلی مخالفانو سره ، که بهرنی دی او که نه دی، د یو قسم روشونه سره ګټه اخلی او اعتقاد لری چی جهاد د خارجیانو سره او د افغانستان د دولت سره فرض دی؛ نو ځکه د دواړو سره په کلکه ټوکه مخامخ کیږی او د دوی سرونه پری کوی او شکنجه ورکوی د دوی د بدن اعضاګانی پری کوی او هغه یی هم جایز منی او دهغه دپاره معنوی اجر غواری.
د داعش او طالبانو باورونه د خلافت خواهی په حیث محسوس او ملموس دی؛ ځګه چی هر یو غواړی چی اسلامی خلافت او حکومت په ټوله اسلامی مملکتونو کی دایر کی او یوازنی شی چی دغه ډلو سره جلا کوی او یو کار کوی چی ډواړه خپل په مابین کی توره ورواچوی د قدرت او ریاست مسیله ده. په بله معنی کی د اسلامی مملکتونو باندی څوک خلافت وکی او هر یو خپل ځان د دغی مقام ته ښایسته منی او بله ډلی ته نالایق بولی .
بیا هم داسی معلومیږی چی د داعش فعالیتونه په هیواد کی لکه څرنګه چی نور حکومتی مشران ادعا کوی چندانی نامحسوسه او د اعتناغیر قابل او د نګرانی وړ نه دی.له دوه لوی خوا کولای سی چی د هغو خوش باوری او خوش بینی د پوښتنه وړ سی.
له یو خوا دا د توجه وړ دی او د باید په هغه باندی اعتنا وکو اود داعش تروریستی ځواکونو د نګرانی وړ دی ځکه چی هر ورځ دوی مختک کوی او که د هغو ضد د انسانی فعالیتونه څخه مونږ سترګو پته کو،دا پوښتنی ته جوړوی چی ایاد په دولت کی هم کوم څوک شته چی داعشیان یی په افغانستان کی پوټه کی او د هغو حضور یی کمرنګه کی تر سو چی استعماری قدرتونه د داعشیانو څخه په افغانستان او نور اسلامی هیوادونو ګی ګټه واخلی او هوسا خپلی اهدافوته ورسیږی او دغه عوامل د پنځمه ستونوته د افغانستان د دولت د بدنی سره خپلی خیانت ګولی ته نږدی سی.
دوهم خوا هم سته چی د طالبانو ځواکونه او نور وسله واله چی په افغانستان کی دی که مونږ دا فرض وکو داعش په افغانستان کی سته او یا نسته ؛ منګر چندانی مهمه نه ده، منګر طالبان او تروریستی ګروپونه لکه دوی غوندی یو بالفعله داعشی د افغانستان بی ګناه ولس دپاره دی او سرنګه چی د دغی ډلو د تیرو کالونوته هوګورو چی سومره جنګونه او جنایتونه کړی دی او دوی داعشیانو څخه په بی رحمی او ظلم کی هیڅ کمیښت نلری او حتی په ځینی وقتونو کی د داعش او القاعدی نه لا هم بدتره او ظالمتر د افغانستان بی ګناه ولس دپاره عمل کړی دی.
د هر یو تروریستی ګروپونه چی په افغانستان کی راغلی دی د دوی وحشیانه عملونوته د افغانستان مظلومه او بیګناه ولس ته چی هوګوری، ودغی نتیجی ته رسیږو چی طالب او داعش دواړه د یو پولیسیاه مخونه دی او یو دبل سره فرق نه کوی چی مونږ د هغو په مابین کی فرق ورواچوو.
نو د طالبانو خطر او د داعشیانو خطر دواړه په یو اندازه افغانستان ولس ته تهدید کوی او افغانستان دولت ته دی چی د دواړو خبروته غوښ و نه نیسی او د دواړو ګرپونه او ډلی سره مسؤولانه خبری وکی چی د دوی ښایسته دی.
https://avapress.com/vdcexe8zpjh8wxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته