دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۲۱
د مطلب کود : 131041
که عالمان خپل وظایف په جدی توګه ترسره کړی، موږبه دهیواد داوسنی مشکلاتو شاهدان نه یو/ رسنی دتکفیریانو او تروریستانو دبد عملونو مبلغان نه وی
که عالمان خپل وظایف په جدی توګه ترسره کړی، موږبه دهیواد داوسنی مشکلاتو شاهدان نه یو/ رسنی دتکفیریانو او تروریستانو دبد عملونو مبلغان نه وی

حسینی مزاری په یو مصاحبه کی رسنیو ته په خطاب کی وویل چی دمخالفانو داخبارو په انعکاس کی په احتیاط سره عمل وکړی او دتکفیریانو او تروریستانو دبد عملو مبلغان نه وی. دافغان غږ خبری آژانس دګزارش له مخی، حسینی مزاری دتیبیان دفرهنګی او اجتماعی فعالیتونو ددفتر رییس دطلوع نیوز سره په مرکه کی دعلما ووکتنه درییس جمهور سره په اظهار کی وویل: په دا مجلس کی دعلما‌ء او مسجدونو مشکلات مطرح سوی دی او ښاغلی غنی هم دعلما‌ء څخه دحمایت اعلان کړی دی.
ښاغلی حسینی مزاری اضافه کړه: په دا جلسه کی، رییس جمهور، دمساجدو دجوړونی لپاره بودجه اختصاص کړه او دعلما څخه غوښتنه وکړه چی دامنیت او تروریزم په مسائلو کی مهم او فعال نقش ولری.
ښاغلی حسینی مزاری اضافه کړه: که څه هم دولت دعلما سره دحمایت په عرصه کی خپل اصلی وظیفه اجرا کړی خو علما هم باید ددولت او نهادو مرستو ته متکی نه وی. هغه اضافه کړه: دعلماوو شورا او دهیواد ټول علما دلوړ ظرفیت او ډیر اقتدار لرونکی دی چی کولای سی د خپل دینی او خلګو ظرفیتونو په استفادی سره کامیاب عمل وکړی. دا سیاسی فعال دعلماوو موثر نقش ته په اشاری سره وویل: عقیده لرم چی زموږ عالمان په اخیرو کلو کی چی په هیواد کی ناامنی ډیر سوی دی، دمخالفانو او دشمنانو په مقابل کی فعال حضور نه دی درلودلی.
دانصاف دورځپاڼی مدیر وویل: که علما په صحنه کی جدی حضور ولری او دهغه وظیفی په اساس چی دین دوی ته معرفی کړی دی جدی عمل وکړی قطعآ موږ ددی مشکلاتو شاهدان به نه یو او دډیرو مشکلاتو په مقابل کی به توفیقات پیداکړو.
حسینی مزاری ددی سوال په ځواب کی چی ولی دعلماوو نقش نادیده نیول کیږی، اظهار درلودی: په دی رابطه کی چی علما نه توانیدلی چی په افغانستان کی خپل اصلی نقش ادا کړی مختلف عوامل لری. هغه وویل: لومړی عامل تواکل دی چی عالمان کار یو بل ته سپاری او په دی امید چی کارونه دبل څوک پواسطه ترسره سی، جدی عمل نه کوی بالخصوص هغه شورا ګانی چی په هیواد کی وجود لری، ځینی یی فکر کوی چی دعلماوو کارونه د علماوو دشورا ګانو په واسطه سرته رسیږی او موږ ته دورود اړتیا نسته. دتبیان دمرکز رییس تصریح کړه: دوهم عامل، دعلما دانسجام نه درلودل دی، په داسی ډول سره چی هغوی په انفرادی ډول سره په مساجدو کی ترخپل توان کار کوی. خو دهیواد دمشکلاتو لپاره دعلماوو انسجام او ډیر جدیت ته اړتیا سته. دافغان غږ خبری آژانس دخبرګزاری رییس په ورځنی مسائلو کی نه داخلیدل دعلماوو دفعالیتونو غیری موثر بل عامل وبلل او وویل: دجمعی دلمانځی او جماعاتو دلوړو ظرفیتو ته په کتوسره شاهدان یو چی اکثره عالمان چی سخنرانی کوی وډیر سطحی مسائلو، تکراری او نږدی مسایلو ته اشاره کوی او دا به موثر نه وی.
حسینی مزاری اضافه کړه: ځینی علما هم سته داسی خبری کوی چی دقیقآ دشمنان عنوانوی چی دا بل فرصت غواړی چی په باره کی یی خبری وسی خو ډیری علما چی زه ورسره ارتباط لرم ددولت طرفداره دی، خو په دی سره سره چی ددولت طرفداران دی ددولت، نظام، حاکمیت څخه دحمایت لپاره او او ددشمنانو سره دمبارزی لپاره کوم کار نه ترسره کوی.
هغه اظهار درلودی: ورځنی مسایلو ته نه داخلیدل بیاهم څو عوامل لری یو؛ مصلحت ګرایی دی چی ځینی علما دهغه ګرفتاره دی او دوهم؛ دډار مسئله دی چی ځینی علما دحقایقو شفاف بیان شجاعت نه لری او نه سی کولای چی واقعیتونه ووایی او بل لامل هم داشرافونه درلودل دی چی هغه مطالعاتو او درس ویلو ته ګرځی او ددین په باره کی ښه تفقه نه درلودل دی.
هغه ټینګار وکړ چی یو دینی عالم باید دسیاسی، فرهنګی، امنیتی او اقتصادی په مسایلو کی اشراف ولری او باید ووایو چی دجماعت امام، یو روحانی او یواځی دلمانځه امام نه دی بلکه په ټولو عرصو کی اجتماعی او دینی کی باید مخکی وی. حسینی مزاری دعلماوو دفعالیت دحوزی پراختیا بل دلیل دهغوی دنه توفیق درلودلو لامل وبلل او اظهار درلودی: له یوه طرفه باید دوی دمخالفینو او دشمنانو په مقابل کی خپل وظیفه ترسره کړی او له بله طرفه هغه وظایف چی دین ددوی لپاره دخلګو دسازماندهی او هدایت لپاره ورکړی دی تر سره کړی طبعآ داکار یو مناسب شرایط او توان غواړی او حداقل دمختلفو طیفو همکاری لکه ددولت همکاری دځان سره غواړی. هغه بل مشکل ددولت همکاری نه کول دعلما سره وبلل او اضافه کړه؛ ددی پر څنګ، رسنی هم نه یواځی داچی همکاری نه لری بلکه نوی ظرفیتونه ایجادوی چی دعلماوو سره ددرګیری لامل او دهغوی وخت نیسی.
حسینی مزاری دا ویله چی دپوهنی مرکزونه او پوهنتونونه او خپله خلګ هم دعلما سره په هغه اندازه همکاری نه لری. چی دا ددی باعث سوی دی چی زموږ علما داثرګزاری څخه ولویږی او ونه سی کولای چی خپل وظایف عملی کړی.
حسینی مزاری اضافه کړه: زما په عقیده مهمه خبره دادی چی څه زموږ علما څه اهل تشیع او څه اهل سنت په ښه توګه دینی مسایل او مباحث نه وایی. هغه دمطلب په پوره کولو کی وویل: موږ ډیر مشترکات لرو چی علما کولای سی ددی مشترکاتو په استفادی سره انسجام په خپل داخل کی رامنځته کړی او دجامعی دمختلفو مشکلاتو سره مقابله وکړی. ښاغلی مزاری اضافه کړه: هغه وخت چی زموږ علما مسایل صحیح نه وایی، بی له شکه ددی طرفه زموږ دشمنان ددی خلا څخه استفاده کوی او قومی، مذهبی او ... اختلافات رامنځته کوی او نن تاسو وینی چی دجامعی په سطحه، ډیر ګټه چی دشمن وړی داختلافاتو څخه دی.
په خپله دولت کی چی اختلافات وجود لری او تر رسنی، علماوو او فرهنګیانو پوری دا اختلافات وجود لری او ددی اختلافاتو څخه سو‌ء استفادی کیږی.
حسینی مزاری ددی سوال په ځواب کی چی څنګه په جامعه کی دافراطی ګری سره مبارزه کولای سو، وویل: لاره یواځی ددین دمعارفو ویل دی او علما په دی برخه کی ښه عمل کولای سی او نن زه دعلماوو خلا احساسوم. هغه توصیه وکړه: باید په دی عرصه کی ددشمنانو په مقابل کی جدی مبارزه وسی او هغه علما چی دهغوی حرکتونه ددینی ارزشونو په اساس دی دهغوی حضور ضعیف دی، بنا پردی که موږ علاقه مند یو چی په افغانستان کی مشکلات کاهش پیداکړی ددشمن په مقابل کی باید قوی واوسو. علما باید انسجام پیداکړی.
حسینی مزاری دځینی علماوو په باره کی چی نامطلوب آثار لری اضافه کړه: اصلی علما باید په صحنه کی حضور پیداکړی او شکاره کړی چی هغه حرکت چی زموږ دشمنان داسلام په نامه ترسره کوی اصلآ اسلامی نه دی. انتحاری عملیاتونه چی صورت نیسی نه یواځی چی داسلام دتایید وړنه دی بلکی سل په سله محکوم او رد دی.
هغه ددی سوال په ځواب کی چی دحج او اوقاف وزارت او حکومت نقش په دی برخه کی څومره دی او تاسو فکر کوی چی حج او اوقاف دا هدف په واقعی صورت سره پسی کړی دی که نه ؟ تصریح کړه: متاسفانه په دی برخه کی لږ کار سوی دی بیا هم زه ټینګارکوم چی لومړی دعلماوو کاردی چی په صحنه کی حضور پیداکړی خو علما په دی برخه کی باید یواځی پرینښودل سی.
دا عالم ادامه ورکړه: دولت او رسنی باید دعلما په حمایت کی حضور ولری او رسنی کولای سی چی له یوه طرفه دعلما‌ء او دهغوی داصلاحی حرکتو څخه حمایت وکړی او له بله طرفه خپله هم فرهنګی او روشنګری فعالیتونه ولری او دهغه فلمو څخه چی خشونت ترویجوی ځان وژغوری.
حسینی مزاری رسنیوته توصیه وکړه: دمخالفینو داخبارو په انعکاس کی، په احتیاط او حرفه ای عمل وکړی او دتکفیریانو دبدو عملو مبلغان نه وی.
دتبیان دمرکز رییس په اخرکی اظهار درلودی: باید ټول دینی حوزی، پوهنیزه او عموم خلګ په صحنه کی حضور پیدا کړی او قطعآ که علما په دی سازاو کار په صحنه کی حضور پیداکړی کولای سی داسلام ددین په معرفی کی او ددشمنانو دغیری دینی تبلیغاتو په مقابل کی صحنی ته داخل سی او خپل وظایف ترسره کړی.

https://avapress.com/vdcfjydyyw6dmxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته