کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اوضاع خرابیدل دامریکا او دهغه دمتحدانو په شتون او دهغوی ناګامانه کیدل!

خبرگزاری صدای افغان(آوا) سرویس بین الملل , 7 میزان 1395 ساعت 13:20

د سوریی په ښار کی اوضاع په شدت سره خراب بیانیږی. امنیت نقض سوی دی او هریو دامریکا او روسیه څخه یو بل او دیو بل طرفداران د امنیت ماتونی لامل بولی او دامریکا ځینی متحدان ایران هم ددی اوضاع لامل بولی.


د سوریی په ښار کی اوضاع په شدت سره خراب بیانیږی. امنیت نقض سوی دی او هریو دامریکا او روسیه څخه یو بل او دیو بل طرفداران د امنیت ماتونی لامل بولی او دامریکا ځینی متحدان ایران هم ددی اوضاع لامل بولی.
ژان مارک ارو، دفرانسی دخارجی چارو وزیر د سازمان ملل دامنیت شورا دناستی په جریان کی وویل که ایران او روسیه په سوریه کی جنګ ته ادامه ورکړی، جنګی جنایات به د سوریی هملاسی وی.
ایران او روسیه دبشار اسد، دسوریی رییس جمهور دحامیانو څخه دی هغوی دخپل مرګراوړونکو استراتژی ته خاتمه ورکړی. که دروسیی او ایران مقامات داسی ونه کړی، دجنګی جنایاتو په رکاب کی به دسوریی سره یوځای وی.
سامانتا پاور، دامریکا نماینده په سازمان ملل کی هم دروسیی عملیات په سوریه کی وحشیانه وبلل، نه دتروریسم سره دمقابلی عملیات.
آغلی پاور وویل چی تاریخ به دهغه کسانو په نسبت چی دروسیی دسیاست څخه په سوریه کی حمایت کوی، مهربان به نه وی.
عجیب دی چی دغربی مقاماتو خبری په دا برخه کی دتاریخ او نسبت جنګ ته په سوریه کی، څومره شباهت لری د غربی مقاماتو داظهاراتو سره چی ۲۷ کاله مخکی وو او دایران او عراق دجنګ په اواخرو کی په ۱۳۶۷ کال کی چی دعراق بعثی رژیم په سختو شرایطوکی واقع سوی وو او دهغه دسقوط احتمال دایران په لاس وو او دغرب نړی دامریکا په رهبری د سازمان ملل دامنیتی شورا د ۵۹۸ قطع نامی په تصویب سره دصدام حسین مات سوی حکومت داد ته ورسیدی او په معمول ډول د بعثی رژیم دمهلکو څخه نجات ورکړه.
دتاریخ حافظه په شکاره ډول سره په یاد لری چی په هغه وخت کی هم غربی هیوادونه او دهغه هملاسی ددی پرځای چی دعراق دولت ملامت کړی چی پر ایران باندی یی هجوم کړی وو او په ایران او عراق کی دجنګ لامل سوی وو، ایران ملامتوله او غربی رسنی شپه او ورځ دایران اسلامی جمهوریت جنګ غوښتونکی او دسولی مخالف هیواد معرفی کوله.
او اوس یوځل بیا تاریخ تکراریږی او امریکایی مقامات او دهغه اروپایی او عربی همکاران په سوریه کی، روسیه او سوریه او ایران دحلب دښار دحالت دخرابوالی سبب معرفی کوی او په بی شرمانه ډول سره ایران او روسیه د جنایاتو او خرابونکو څخه بولی چی دوی ټوله د خپل تروریستی عملو په واسطه په سوریه او عراق او لیبیا او یمن او نورو هیوادو کی، شکل نیسی او دشکل نیولو په حال کی دی.
دډیرو پوهانو په نظر په اوسنی شرایطو سوریه بالخصوص دحلب په ښار کی، امریکا او دهغه متحدان هغه کار کوی چی ۲۷ کاله مخکی دایران او عراق په جنګ کی وکړل او هغه دخپل ځان ګوښه کول دسقوط او اضمحلال دمهلکی څخه وو او په حاضر حال کی هم وظیفه لری چی دداعش تروریستان او النصره او دهغه په شان نور دسقوط او نابودی څخه نجات ورکړی؛ که نه دسولی او ثبات په نامه هیڅ څیز هم نسته چی دامریکا او دهغه شریکانو توجه جلب کړی وی؛ ځکه چی منطقه ای بحران دهغوی د استعماری منافعو تامین کوونکی دی نه ثبات په منطقه کی!
نن هر څه چی په سوریه کی تیریږی تقریبآ ټوله نړی پوهیږی چی امریکا او دهغه متحدان دسولی او ثبات دبرقرارولو غوښتونکی نه دی او په هغه هیواد کی د تروریستانو څخه ابزاری استفاده کوی؛ هغه غیری انسانی سیاست چی دامریکا دکنګری په داخل کی خپل مخالفان لری؛ خو امریکا دمخالفانو په شتون هم دخپل ابزاری استفادی څخه لاس اخیستونکی نه دی چی دځینو مسلمانانو جهل او افراط په اسانی سره دهغوی په اختیار کی ورکړی دی.
په نظر رسیږی چی غربی قدرتونه بالخصوص دامریکا دولت، علاوه پردی چی خپله هم دثبات دبرقرارولو طرفداره په سوریه کی نه دی، او دسولی دشعار په ورکولو سره بل مطلب لری؛ یو داچی دانتخاباتو په دوران کی ددی هیواد دمقاماتو څخه دسولی غوښتونکی څیره دنیاته ارائه کوی او له بله طرفه ایران او روسیه او سوریه یو جنګ طلب او دسولی مخالف معرفی کوی.


د مطلب کود: 131304

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/131304/د-اوضاع-خرابیدل-دامریکا-او-دهغه-دمتحدانو-په-شتون-دهغوی-ناګامانه-کیدل

آوا
  https://www.avapress.com