کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خلګ غواړی چی دامام حسین (ع) د عزاداری او ماتم مراسم په ډیر شور سره تر سره سی

خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل , 19 میزان 1395 ساعت 12:30

په داسی حالی کی چی د کابل امنیتی مقامات په جادو کی دعزاداری دنه نیولو ټینګار کوی، حسینی عزاداران ددی مراسمو د اجرا د ضروری والی لپاره د اسلامی شعائرو په حیث اصرار کوی.


په داسی حالی کی چی د کابل امنیتی مقامات په جادو کی دعزاداری دنه نیولو ټینګار کوی، حسینی عزاداران ددی مراسمو د اجرا د ضروری والی لپاره د اسلامی شعائرو په حیث اصرار کوی.
د آوا دخبرګزاری په بیان سره، جنرال احمد زی د کابل د پولیسو د ګارنیزیون رییس ویلی دی چی خلګ باید په جادو کی د سینه زنی او تجمعاتو څخه پرهیز وکړی.
جنرال احمد زی تاکید کړی دی چی د امنیت تامین، دملی وفاق صیانت، د وحدت حفظ او ملی او مذهبی همپزیری، د افغانستان دخلګو دوحدت او کامیابی مهمی مولفی دی او باید په حساسیت لرونکو حرکتونو سره خدشه داره نه سی.
هغه، د افغانستان دخلګو بالخصوص د دمساجدو د ملا امامانو څخه غوښتی دی چی د اعتدال د رعایتولو ماسیوا خپلی خطبی او خبری د مسجد او تکیه خانو څخه دباندی محدود کړی.
د ښاغلی احمدزی خبری په داسی حال کی ابرازیږی چی حسینی عزاداران د عاشورا دمراسمو غوښتونکی دی چی په ډیر شور سره ترسره سی او د پولیسو لخوا محدودیتونه د امام حسین (ع) دانقلاب دکمرنګ کولو سبب بولی.
داکتر عبدالوهاب رحمانی؛ د پوهنتون استاد د آوا سره په خبرو کی وویل: عاشورا د اسلام د شعائرو څخه دی او شعائر د خلګو د شعور او شعار او تفکر سره اړیکه لری، بنا پردی باید تر لازم حد او په هر شرایطو کی باید ژوندی پاته سی.
دهغه په باور، عاشورا یواځی د ماتم نیونی په مراسمو باندی نه خلاصه کیږی. بلکی اهداف او ارمانونه لری چی په هر وخت کی انسانی جامعه هغه ته ضرورت لری او باید په صحیح ډول مطرح سی.
هغه، په عین حال کی وویل: په عاشورا باندی مربوط مراسمونه باید په حد او حدودو کی او معقولو چوکاتو کی ترسره سی او نورو ته مزاحمت ونه سی او په دی برخه کی هغه اشخاص چی په هر ډول مختلف نظریی لری متضرر نه سی.
ددی استاد په عقیده، عاشورا هغه وخت کیدلای سی دټولو دقبلو وړ وی چی د جامعی روانی او جسمی امنیت دهغه څخه متضرره نه سی.
ښاغلی رحمانی، په ادامه کی ټینګار وکړ دامام حسین (ع) ارمانونه او هیلی او اهداف په اعتدال سره ترویج سی او د افراط او تفریط څخه پرهیز وسی چی د عاشورا د مکتب روح او منافعو ته زیان ونه رسوی.
رحمانی همداسی اظهار درلودی: د عاشورا مکت له یوی خوا د تعقل او پیغام، جوړونه او اصلاح دی او له بله خوا عشق او فداکاری او توحید او همداسی د عدالت غوښتنی اهدافو تحقق په هغه کی په داسی بر جسته ډول لیدل کیږی او دا هغه با اهمیته پندونه دی چی د همیشه لپاره، جامعه هغه ته ضرورت لری.
هغه دخلګو او د امام حسین(ع) د عزادارانو څخه وغوښتل چی دا دوه عنصره د عاشورا په نهضت کی داسی مطرح کړی چی نتیجه بخشه وی.
د استاد رحمانی په خبرو، که دامام حسین (ع) پیروان داسی حرکات ترسره کړی چی دعاشورا د څیری دتخریب لامل سی یقینآ د عاشورا د اهدافو تحقق نه دی بلکی ددی نهضت د ټولو شایسته والی دفنول او له منځه وړل دی.
د ښاغلی رحمانی په خبرو، حرکتونه په عاشورا کی باید عاقلانه وی چی وکولای سی د امام حسین (ع) اهداف ولری او خلګو ته منتقل کړی.


د مطلب کود: 131844

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/131844/خلګ-غواړی-چی-دامام-حسین-ع-د-عزاداری-او-ماتم-مراسم-په-ډیر-شور-سره-تر-سی

آوا
  https://www.avapress.com