دخپریدو نیټه :شنبه ۸ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۵۵
د مطلب کود : 132816
د حرمینو شریفینو نقش د عربستان په جنګ کی د یمن په وړاندی
سعودی عربستان، د انصارالله یمن مبارزان په یو بالستیکی موشک په غورځولو د مکه لوری ته تورن کړ؛ خو انصارالله وایی چی دا موشک یی د جدی بین المللی ښار لوری ته غورځولی دی. عربستان اعلان کړی دی چی د یمن د انقلابیونو موشک په ۶۵ کیلومتری کی خنثی کړی دی او ږیر د غورځونی محل تر هدف لاندی نیولی دی. د جدی او مکه فاصله تقریبآ ۵۰ کیلو متر دی. د عربستان په خبره، د انصارالله موشک پنج شنبه شپه د صعده ولایت څخه د سعودی پر مرز غورځول سوی دی. د انصارالله مبارزان تر اوسه څو ځلی د عربستان جنوبی برخی تر هدف لاندی نیولی دی؛ خو لومړی ځل دی چی پر عربستان باندی د موشک حمله ترسره کوی. عادل  الجبیر؛ د سعودی د خارجی وزیر په خپل تویتر کی ولیکل چی انصارالله او دهغه متحدان چی د ایران له لوری ملاتړ یی کیږی د اسلام او مسلمینو قبله هم دخپلو حملو څخه استثنا نه بولی. د پنج شنبی په ورځ یو امریکایی جنرال هم وویل چی امریکا او د هغه متحدان د تیرو ۱۸ میاشتو په ترڅ کی د ایران څلور کشتی د اسلحو دا چی یمن ته روان وو نیولی دی! کارپوهان وایی چی دا اتهامات یو ځل بیا شکاره کوی چی سعودیان، صهیونیستیان او امریکایان د یمن جنګ ته په کتو سره، یوشان نظر لری او له همدی ځای څخه د جنګ مشروعیت او غیری مشروعیت ثابتیدلای سی؛ هغه جنګ چی یو لوری ته یی امریکایان او دهغه هم پیمان قرار لری او بل طرف ته یی، د یمن اوسیدونکی، د انصارالله مبارز ځواکونه، د یمن ځواک او میلیونونه غیری نظامی کسان چی په ډیر بد توګه د سعودی رژیم او دهغه هم پیمانه غربی هیوادو په وړاندی دریږی. د انصارالله او دیمن ځواک تورن کول ددی لپاره چی پرمذهبی او مقدس ځایونو باندی د حملی طراحی یی کړی دی تازه خبره نه ده او د امریکایی ائتلاف- صهیونیستی او د سعود په رهبری د یمن په وړاندی صورت نیولی دی. پوهان وایی چی دی ډول اتهاماتوته توسل کول، ددی هدف لپاره صورت نیسی چی د سعودی رژیم او دهغه هم پیمانه او حامیان یی په یمن کی، کاملآ مشروع او د اسلام د اهدافو لپاره وبلل سی او په دی ترتیب، د اسلام عمومی افکار د اسلامی ملتو په وړاندی راو پاروی؛ هغه انتقلابیون چی یواځنی هدف یی د غربی او عبری او عربی سلطه ګرانوپه وړاندی دریدل دی. دا اتهامات شکاره کوی چی د سعودی رژیم او دهغه هم پیمانه، په شدت سره په اندیښنه کی دی چی په یمن کی جاری جنګ له منځه ولاړ نه سی. دا اندیښنه په خاصه توګه د سعودی د اخیرو جنګی جنایتونو په صنعا کی چی تقریبآ ۸۰۰ غیری نظامی کسان یی د ماتم یا عزاداری په مراسمو کی ووژل او ذخمیان کړ د بین المللی افکارو خشم را وپاروله، ډیر سوی دی. سعودی عربستان ددی نه مخکی هم د تروریزم او تکفیری او ترور څخه د خپلو اهدافو ته د رسیدو لپاره استفاده کړی دی او بیاهم تلاش کوی چی د انصارالله کسان پر مقدسو ځایونو باندی د حملی په تورنولو سره وهابی مفتیان قانع کړی چی حوثیان کافر دی او دهغوی په وړاندی جهاد واجب دی! په دی حال، سعودی رژیم حتی حرمینو شرفینو ته د یو وسیلی په سترګه ګوری او ددی وسیلی څخه په استفادی سره تلاش کوی چی د خارجی هیوادو د سلطی لاره پر اسلامی هیوادو باندی خلاصه کړی او د مسلمانانو په منځ کی د اختلاف په رامنځته کولو سره تلاش کوی چی د اسلام په نړی کی جنګونه تر دی هم زور واخلی او اسلامی هیوادونه دومره کمزوره سی چی خارجی استعمار کوونکی وکولای سی د هغوی پرسیاسی چارو او د ځمکی لاندی پر منابعو باندی سلطه پیدا کړی.
https://avapress.com/vdcgqx9q3ak9w74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته