دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۴۶
د مطلب کود : 133201
پر کعبی باندی حمله  او مصلحتی مخنیوی!

په دا اخیرو ورځو کی د یمن دخلګو د جدی د هوایی میدان د جدی په ۶۵ کیلومتری کی د مکه مقدس ښار تر هدف لاندی ونیول او یو قوی بالستیک موشک وهلی دی؛ هغه څه چی د سعودی سرانو د توقع څخه لیری وو او په شدت سره هغوی په اندیښنه کړی دی؛ ځکه چی دوی فکر نه کاوه چی حتی یمنیان داسی موشکونه هم ولری چی په هغه سره وکولای سی د عربستان زړه تر هدف لاندی ونیسی. 
همدا موضوع چی د عربستان شاهی مرکز د بالستیک موشک پواسطه تر هدف لاندی نیول سوی دی د ریاض سران په اندیښنه کړی دی؛ تر دی حده چی دوی دفاع ته مجبور سوی دی او د یمنیانو لپاره د هر وسیلی او حتی غیری منطقی او نامشروع وسیلی په فکر کی لویدلی دی. 
د لوړ عملکرد له عمله د سعودی سران ناځوانه توطئو او د نقشو په طرحه کولو لاس پوری کوی او په دی شعار سره چی یمنیان قصد لری پر مکی حمله وکړی، د یمن د مظلوم خلګو په وړاندی د دوو میلیاردو مسلمانانو د تحریک لپاره راوتلی دی. 
د یمنیانو د موشک د کامیابه کیدلو وروسته د جدی پر نظامی پایګاه باندی، د آل سعود استخبارات لاس په کار سو او د مقدسو ځایونوپه استفادی سره انصارالله یمن تورن کړ چی پر مکه مکرمه باندی د حملی قصد لری؛ خو د عربستان دهوایی او ضد موشکی هوشیاری له عمله، موشک د مکی مکرمی سره اصابت نه دی کړی او د اسلام د نړی د ام القرا په ۶۵ کیلومتری کی پټاو سوی دی. 
د سعودی استخباراتو ترڅنګ، د عربستان رسنی او آل سعود پوری مربوط دولتونه هم د ریاض مرستی ته راپورته سوی دی او ټوله د یمن په تورن کولو سره  چی پر کعبی باندی حمله کوی، د انصارالله د غورځنګ او د یمن دخلګو د ځواک په وړاندی اقدام ترسره کړی دی. 
په همدی برخه کی د عربستان سفارت په کابل کی یو اعلامیه خپور کړی دی چی په هغه کی یمنیان پر کعبی مکرمی باندی د موشک وهلو باندی تورن سوی دی؛ خو په  دی برخه کی د اجرایی ریاست برخورد ددی مسئلی سره ډیر عجیب او دتاسف وړ دی. 
د اجرایی ریاست د رسنیو د خپرونی په اساس اجرایه ریاست خپل نظر داسی اعلان کړی دی: د عربستان د هیواد څخه چی زموږ ورور او ملګری دی خبر راغلی دی چی د یمن حوثیان د مکی مکرمی لوری ته چی د مسلمانانو قبله دی موشک غورځولی دی او په خوشبختانه ډول سره ددی هیواد د هوایی ځواکونو لخوا د لاری په اوږدو کی خنثی سوی دی. 
د افغانستان د اسلامی جمهوریت اجرائیه ریاست پر مکه مکرمی باندی هر ډول حمله غندی او ددی جنایتکارانه عمل په وړاندی خپل اندیښنه شکاره کوی. 
د افغانستان اسلامی جمهوریت دولت جنګ او وینه تویونه د مسلمانانو په وړاندی په ګټه نه بولی او هیله مند دی چی دامشکلات هر څه ژیر د سولی له لاری حل او فصل سی. 
لکه څرنګه چی د ریاست اجراییه په اطلاعیه کی لیدل کیږی، داکتر عبدالله دهیواد اجرایی رییس د یمنیانو د موشک حملی ته کتلی دی او د سعودیانو ادعا قبول کړی دی و د حوثیانو حمله یو جنایتکارانه حمله بللی دی. 
د ډیرو پوهانو له نظره، د اجرایی رییس دا برخورد، ددی نه مخکی چی یو واقعی برخورد وی، ډیر سمبولیک او نمایشی بڼه لری او دسعودی د راضی کولو او دافغانستان د منافع لپاره اخیستل سوی دی؛ چی افغانستان په راتلونکی کی هم د ریاض د ګټو څخه استفاده وکړی. 
ددی لید له نظره، د افغانستان دولت او دهغه له جملی څخه دهیواد اجرائیه ریاست د عربستان د خبرو د واقعیت او غیری واقعیت څخه په ښه توګه خبر دی او هم  د یمنیانو د حالت څخه خبرتیا لری اود ټولو څخه بهتر، ددی موضوع څخه هم خبر دی چی د سعودیانو ادعا د یمن د موشکونو په اړه یو سیاسی او تبلیغاتی عمل دی؛ ځکه چی هیڅ سلیم عقل نه قبلوی چی د انصارالله او د یمن خلګ چی خپله مسلمانان دی د مکی مکرمی پر لوری حمله وکړی چی  دهغوی قبله دی او د دوو میلیاردو مسلمانانو عمومی افکار د ځان په وړاندی وپاروی! 
نو یواځنی نتیجه دادی چی سعودیان غواړی د اسلامی امت عواطف د یمنیانو په وړاندی وپاروی او ددی لاری څخه، خپل حملی د یمن د ملسمان او بی ګناه خلګو په وړاندی مشروع او لازم شکاره کړی.

https://avapress.com/vdcfxmdyyw6dm0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته