دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۴۷
د مطلب کود : 135023
د امام زمان(عج) د امامت د شروع کیدو کلیزه
د جمعی ورځ ( ۱۸ قوس ۱۳۹۵) د ربیع الاول د نهمی سره برابر، نه یواځی د امام زمان (عج) د امامت د پیل کیدو نیټه دی، بلکه د شیعیانو لپاره یو مهم او حیاتی ورځ هم بلل کیږی.
د ربیع الاول د نهمی ورځی کلیزه د امام عصر علیه السلام څخه کوو.
د حضرت مهدی (عج) زیږیدنه
حکیمه خاتون علیه السلام، د امام حسن عسکری علیه السلام عمه نقل کوی: هغه وخت چی د امام مهدی د زیږیدو نیټه راورسیدل، امام زمان(عج) می ولیدل چی قبلی ته مخامخ سجدی ته ولاړی. دهغه وروسته لاسونه یی پورته کړ او وویل: د خدای و یوالی ته شاهدی اداع کوم او دا چی زما جد، د خدای رسول(ص)، او پلار می امیر المومنین علیه السلام، د خدای درسول وصی دی.
دهغه وروسته یو یو امام وشمیرل تر څو چی خپل ځان ته ورسیدل. امام زمان(عج) د زیږیدو وروسته د پلار تر شهید کیدو پوری پټ وو او یواځی د امام خاص یاران هغه لیدله او خپل مسائل دهغه څخه پوښتنه کوله. حضرت مهدی (عج) د پلار د شهید کیدو په نیټه کی پنځه کلن وو. لکه څنګه چی په روایتو کی راغلی دی، د امام زمان د زیږیدو ځای لکه د حضرت موسی علیه السلام د زیږیدو د ځان په شان پټ وو تر څو د طاغوتیانو د زیان څخه په امان کی وی.
د مام معرفی کیدنه و شیعیانو ته
له هغه ځایه چی ددولسم امام زیږیدنه په پټه صورت ونیوی، ددی بیره وه چی شیعیان د خدای د آخری حجت په شناخت کی غلطی ونه کړی. امام عسکری علیه السلام دا وظیفه درلودی چی خپل زوی ځینو ډلو او دشیعیانو مشرانو ته معرفی کړی. هغوی هم خپله د هغه زیږیدنه د اهل البیت علیه السلام پیروانو ته رسوله تر څو د هغه د معرفی کیدو په ترڅ کی کوم تهدید د خق د آخری سفیر ته متوجه نه وی. محمد بن عثمان او دشیعیانو څو نور مشران نقل کوی: د یوولسم امام شاوخوا ته څلویشت تنه یوځای سولو. هغه حضرت خپل زوی موږ ته شکاره کړل او وفرمایل: زما وروسته، دغه ستاسو امام او زما جانشین دی. دهغه څخه فرمان یوسی او زما وروسته په دین کی بیل نه سی چی هلاک به سی او ددی ورځی وروسته به هغه ونه وینی.
د امامت لپاره نشانه
احمد بن اسحاق، د شیعیانو د مشرانو څخه او یوولسم امام د یارانو څخه وایی: دهغه حضرت خدمت ته ورسیدم او غوښتله می چی دهغه وروسته امام په اړه ځینی پوښتنه وکړم، خو ددی نه مخکی چی کوم خبره وکړم و فرمایل: ای احمد! دهغه ورځی څخه چی خدای متعال حضرت آدم پیداکړ، ځمکه یی د خپل حجت څخه خالی نه دی پریښی او تر قیامته به هم همداسی وی! د خدای د حجت پواسطه، بلا د اهل ځمکو څخه به واخیستل سی او دهغه د وجود په برکت سره به باران به واوریږی او ځمکنی څیزونه به راووځی.
بقیة الله
احمد بن اسحاق وایی: یو ورځ د حضرت عسکری لوری ته ولاړم او پوښتنه می تری وکړه: ستاسو وروسته زموږ امام او ستاسو جانشین څوک دی؟ دهغه وروسته هغه حضرت کور ته ننوتی او او بیرته راغی په داسی حال کی چی دری کلنه زوی ورسره وو چی مخ یی لکه میاشت داسی بریشنا کوله او وویل: ای احمد بن اسحاقه! که دخدای تعالی او دهغه دحجتونو په وړاندی ته ګران نه وای، خپل زوی تا ته می نه شکاره کول. هغه د خدای د رسول هم نومه او هم کنیه دی او داسی څوک دی چی ځمکه به د عدله ډک کړی. ومی ویل: زما سروره! آیا داسی نشانه سته چی زما زړه په هغه باندی تسلی پیدا کړی؟ په دی وخت کی، هغه کوچنی خبری شروع کړ او په روان عربی ژبه وویل: زه بقیة الله د ځمکی پر مخ یم چی دخدای د دشمنانو څخه به انتقام واخلم. ای احمد بن اسحاق! له دی وروسته چی په خپلو سترګو وینی د نشانی په تلاش کی مه اوسه.
لکه ستوری
امام صادق علیه السلام وفرمایل: امامان دخدای تعالی دروازی دی او خلګ دهغه دروازو په وسیله دین ته داخلیږی او که هغوی نه وی دین به ونه پیژندل سی. بیغمبر اکرم ص هم فرمایی: همدارنګه چی که ستوری نه وی، آسمان به نابود سی، که زما اهل بیت هم د ځمکی پر سر نه وی، اهل ځمکه به هلاک سی.
نبوت او امامت باید د انسانانو ترمنځ وجود ولری؛ ځکه چی انسانان چی د روح او جسم څخه جوړ سوی دی، مجرد روح یی چی د حقیقت به ترشل کی دی، د لاری په پیدا کولو کی د مشکل سره مخ کیږی او دا کار، د امام و راهنمایی ته اړتیا لری.
دکوچنی امامت
امامت، یعنی د پیامبر وروسته نایب کیدل او د ریاست قبلونه پر ټولو اشیاوو او موجوداتو، د داسی شرطونو څخه لاس ته راځی چی هغه دتحصیل، رنج او زحمت په واسطه لاسته نه سو راوړلای. نو د امامت تعینول یواځی دخدای تعالی په لاس کی دی چی هر څوک وغواړی تربیت کړی، حکمت ور وښیی او د ریاست او امامت قابل کړی؛ البته دخدای تعالی په نزد کی، کوچنی انسان او لوی انسان ورته یوشان دی. دهغه شاهد هم حضرت عیسی علیه السلام دی چی په ګهواره کی د نبوت چپنه واغوستل او همدارنګه خدای تعالی و حضرت یحیی علیه السلام ته وحی واستوله چی په کوچنی والی کی دهغه عقل محکم او کامل کړ. بله مسئله چی خدای تعالی د تطهیر په آیت کی، حسنین علیهما السلام د پلیدی او نادانی څخه لیری بولی او دا کنایه د امامت ثبوت دهغوی په شان کی دی. بنا پر دی، هیڅ مانع نسته چی امام زمان علیه السلام په کوچنی والی کی امامت ته ورسیدل.
غیبت د الهی سنتونو څخه دی چی د پیغمبرانو په ژوند کی لکه د حضرت ادریس، نوح، صالح، یوسف، موسی، سلیمان... ژوند کی لیدل کیږی او دهغوی څخه هر یو په مناسبو شرایطو کی کلونه کلونه په غیبت کی تیر کړی دی. حضرت صادق علیه السلام د امام عصر غیبت د خدای تعالی غوښتنه د انبیاوو د سنت د جاری کولو لپاره بولی او دا شکاره کوی چی دامام مهدی (عج) غیبت خبره د ډیر وختونو څخه راهیسی وجود لری. په یو بل ځای کی د حضرت صادق علیه السلام څخه د غیبت د علت څخه پوښتنه کیږی او هغه امام فرمایی چی غیبت داسی امر دی چی اجازه نه لرو هغه تاسو ته بیان کړو. غیبت دخدای تعالی د سرو څخه دی او لکه څنګه چی پوهیږی خدای تعالی حکیم او لوی دی، هغه قبلوو؛ که څه هم دغیبت علت موږ ته نه وی معلوم.
د امام عصر غیبت
د وخت سخت فشارونه، ددی سبب کیږی چی د امام حسن عسکری علیه السلام د شهادت وروسته په ۲۶۰ هجری قمری کال کی، حضرت مهدی غایب سی؛ په داسی حال کی چی خاص شیعیان هم بیله خاصو وختونو کی دهغه حضرت د لیدنی څخه محرومه سوله. البته په دا وخت کی دامام او امت رابطه په ټوله معنا سره قطع نه سوله، بلکه ټول خلګ د خپل خاص نایبانو په وسیله چی د شیعیانو مشرانو څخه وو او د امام عص علیه السلام د انتخاب سوو څخه وو، دخپل مولا سره اړیکه درلودی. نتیجه داسو چی په همدی دوره کی، شیعیان د دینی عالمانو سره پراخ اړیکه پیدا کړ او دا باندی پوه سوله چی دامام د غیبت په حالت کی هم د دینی زده کړو دروازه ورباندی نه دی تړل سوی. عثمان بن سعید عمری، محمد بن عثمان عمری، حسین بن روح نوبختی او علی بن محمد سمری، څلور نماینده ګان وو چی د امام حسن عسکری له خوا انتخاب سوی وو او خلګو ته معرفی سو.
د سرداب( تر ځمکی لاندی د اوسیدو ځای) کیسه معتضد عباسی یو سپه د بغداد څخه سامرا ته واستول چی حضرت امام مهدی(عج) دستګیر کړی. د مامورانو څخه د رشیق په نامه یو وویل: هغه وخت چی د معتضد سپاه سامرا ته وارد سو، د سرداب لوری ته چی د دری امامانو د اوسیدو ځای وو، ورغی. هغوی د دروازی شاته د حضرت مهدی (عج) د قر‌آن کریم تلاوت واوریدل. لشکر د دروازی شاته اجتماع وکړل او قومانده یی د هغوی مخته ولاړ وو. ناګاهانه حضرت مهدی عج د سرداب د یو لاری څخه رالی او د لشکر دمخ څخه تیر سو او د نظر څخه غایب سو. په دی وخت کی، قومانده و سپاه ته وویل: سرداب ته داخل سی او مهدی ونیسی! سپاهیان وویل: مګر تا ونه لیدل چی هغه ستا د مخ څخه تیر سو. موږ داسی ګمان وکړل چی تا هغه ولیدل او دا چی کوم امر دی ورنه کړ، موږ هم کوم حرکت د ځان څخه شکاره نه کړل.په دی ترتیب سره، امام عصر علیه السلام د اعجاز په قدرت سره د سپاه د زیان څخه په امان کی پاته سو او غایب سو.
د اعتقاداتو لزوم د غیبت په عصر یا وخت کی
امام جواد علیه السلام وایی: حضرت مهدی داسی وخت به قیام وکړی چی پیروان به یی نور دهغه خاطری په ذهن کی نه لری.
دهغه حضرت شیعیان باید د غیبت په وخت کی، د هغه حضرت په وجود باندی په اعتقاد سره، تقوا او دین داری د خپلو اعمالو لوحه وګرځوی؛ ځکه چی امام صادق علیه السلام فرمایی: صاحب الامر به یوداسی غیبت ولری چی هر یو چی په هغه وخت کی وغواړی دین داره پاته سی، باید سختی وکاږی او لاس په دین همداسی وتړی.
د امام عصر غربت
غربت او مظلومیت، یو تړلی رشته دی د غدیر څخه تر کربلا پوری او د کربلا څخه تر غیبت پوری. هغه کسان چی د غدیر د صاحب سره د بیعت هیله درلودی، نن باید د معبود حجت سره، مهدی موعود سره بیعت وکړی او هر څه چی په توان کی ولری، د خپل امام د یاری څخه لیری ولاړ نه سی؛ لکه څنګه چی امام علی علیه السلام فرمایی: خوشبخته هغه کسان دی چی دهغه په وخت(حضرت مهدی علیه السلام) په وخت کی دهغه زمان درک کړی، دهغه د دوری سره یوځای سی او دهغه ددوری شاهد واوسی. همدارنګه هغه په بل ځای کی فرمایی: هیڅ نارینه به پاته نه سی، خو داچی د مهدی علیه السلام د ظهور د شادی پیغام به هغه ته په قبر کی ورکړل سی او هغوی به په قبر کی سره لیدنه کړی او یو او بل د قائم د قیام څخه بشارت ورکوی.
https://avapress.com/vdcj8ievtuqetyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته