دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۰۶:۵۸
د مطلب کود : 137966
آیا د کابل برید، د داعش کار وو؟
داعش پر ستری محکمی باندی د برید مسئولیت په غاړه اخیستۍ دی.
د سه شنبه په ورځ ( ۱۹ دلوه ) د ستری محکمی د دروازی په وړاندی د چاودنی له امله لږ ترلږه ۲۰ تنه شهید او ۴۵ تنه نور هم ټپیان سول.
د ریاست جمهوری ویاندونو څخه یو وویل چی جیمز متیس؛ د امریکا دفاع وزیر په تلفنی اړیکی سره د اشرف غنی؛ ولس مشر سره د کابل او واشنګتن پر همکاریو باندی ټینګار وکړ او دواړه لوری د تروریزم سره د مشترک مبارزی په اړه، د همکاریو پر دوام په امنیتی برخو کی ددواړو هیوادونو د مشترک ګټو په اساس خبری وکړی.
هغه همدارنګه وویل چی نور جزئیات به د ټولو شیانو لپاره په راتلونکی احتمالی ملاقات کی به ورباندی بحث وسی.
شان اسپایسر؛ د سپین ماڼۍ ویاند وویل چی امریکا د افغانستان دولت څخه د هغه هیواد دشمنانو سره په مبارزه کی ملاتړ کوی.
ښاغلی اسپایسر وویل: جنرال فیلین(دامریکا ملی امنیت مشاور) نن سهار د افغانستان د ملی امنیت مشاور سره خبری وکړی تر څو د امریکا دولت پردوامداره استراتژیک مرستو باندی د افغانستان دولت سره ټینګار وکړی.
هغه خبر چی د آخیرو بریدونو په اړه چی په کابل کی ترسره سو په غربی رسنیو کی خپره سو، یواځی په یو خبری جملی باندی مدعی دی چی داعش د کابل برید مسؤولیت په غاړه اخیستی دی. ددی خبر ادامه، لکه څنګه چی لوړ هم منعکس سوی دی، هغه خبری چی د افغان او امریکایی مقاماتو عکس العمل پوری اړه لری دی. ددی ترڅنګ، په دی برخه کی هیڅ مستند سرچینه نه دی ارائه سوی ترڅو شکاره کړی چی داعش څنګه او په کوم ډول سره ددی برید مسؤولیت په عاړه اخیستی دی او ددی ډلی هیله ددی تروریستی اقدام څخه څه وو.
بله مسآله چی د تحلیلګرانو په باور، د داعش مسؤولیت قبلونه ددی برید لپاره تر پوښتنی لاندی راولی، د رحمت الله نبیل ؛ د امنیت ملی مخکنۍ رییس اظهار نظر دی چی ویلی دی آخیره برید د ستری محکمی پر دروازه باندی، د پنځم ستنی کار وو چی د انس حقانی؛ د حقانی تروریستی شبکی ارشد مشرانو او ددی ډلی د مشر د وړونو څخه دی، د اعدام سره مخالف وو.
پنځم ستون یا ستنه هغه اصطلاح دی چی په امنیتی او اطلاعاتی حوزو کی، جاسوسانو او د دشمن نفوذی کسانو ته د نظام په دننه کی ویل کیږی.
د انس حقانی اعدام د پخوانۍ سیاسی او امنیتی مراجعو د مکرر غوښتنو څخه دی؛ خو دولت تراوسه د هر دلیل په اساس چی وی، دی کار ته اقدام نه دی کړی.
اضافه پردی، مخکی له دی هم تروریستی ډلی لکه طالبان، د خپلو غړو او رهبرانو د محاکمه کیدلو او یا مجازات کیدلو لپاره پر عدلی او قضایی مرکزونو باندی بریدونه ترسره کړی دی یا هم قاضیان او یا قضایی دستګاه کارکوونکی تښتولی دی؛ په همدی اساس، په آخیره برید کی د ملی امنیت د پخوانۍ رییس د اظهاراتو له مخی، داسی امکان د باور څخه لیری نه دی. بل خبر چی د داعش له خوا د برید د مسؤولیت د قبلونی ترڅنګ په عینی وخت کی په غربی رسنیو کی خپاره سو، د ننګرهار محلی مقام ادعا د داعش د فعالیتونو څخه وو چی دهغه په اساس، ددی تروریستی ډلی فعالیتونه په دی ولایت کی، یواځی په کوهستانی منطقو د څلور ولسوالیو پوری محدود سوی دی.
اضافه پردی، په تازګی سره، یو ګزارش د سازمان ملل د امنیت شورا له خوا خپور سوی دی چی دا ادعا کوی داعش په افغانستان او نورو هیوادونو کی په دفاعی وضعیت کی قرار نیولی دی او دهغه عملیاتی قدرت لږ سوی دی.
دی شواهدو ته په کتو سره، هغه څه چی د داعش په اړه په غربی رسنیو کی خپریږی د کارپوهانو په باور، بیله دی چی ددی ډلی د لویونی او سازمان ورکولو او قدرت د برنامه ریزی څخه ماسیوا بل څه نه دی او ستری محکمی باندی برید مسؤولیت قبلونه، په دی برخه کی یو ډول غلو او اغراق او افراط بلل کیږی چی مشخص دی غربی رسنۍ، ماموریت لری ترڅو د داعش د تبلیغاتی تربیون په حیث عمل وکړی.
دا په داسی حال کی دی چی د تحلیلګرانو په باور، لکه څنګه چی د امنیت ملی پخواني رییس، ویلی دی دداسی بریدونو ترسره کیدنه بیله دی چی د دننه عنصرونو په مرسته نه وی، د امکان وړ نه دی او له بلی خوا، داعش حتی که دداسی بریدونو د ترسره کولو توان د کابل په زړه کی او په امن او حفاظت سوی ځای کی ولری، هیڅ کوم ګټه ددی کار په ترسره کولو کی نه لری.
اضافه پردی، دا نکته هم اړینه ده چی غربی رسنۍ، څنګه او له کوم طریقه کولای سی داعش رهبرانو ته لاس رسی ولری چی په ډیر آسانۍ سره او ډیر ژیر د نورو رسنیو څخه، په دی تروریستی ډلی پوری مربوط خبری منعکسوی. آیا بیله دی بل کوم خبره دی چی غربی رسني او تروریستی جریانونه، د خپل یواځنۍ مقصد لپاره استخباراتی پټ لاس سره لری؟
https://avapress.com/vdch-qnz-23nxwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته