دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۵۹
د مطلب کود : 139323
افغانستان د تروریزم سره په مبارزه کی همداسی یواځی دی!
د آسیایی هیوادونو پولیس مسئولین مشترک کنفرانس، د افراط ګرایی سره مبارزه او فرا مرزی جرایمو سره مبارزه په مقصد په بنګلادیش کی رامنځته کیږی. په دی کنفرانس کی، د تروریزم سره مبارزی څرنګوالی او فرامرزی جرایمو سره مبارزی لپاره د هیوادونو پولیسو ارشد مسوولینو ترمنځ بحث او تبادل نظر سوی دی.
استر پاسوال عبدالرحمن رحمان د هیواد داخله چارو وزارت امنیتی چارو ارشد معین، په دی کنفرانس کی شتون لری، د بین المللی پولیسو د همکاری نقش د افراط ګرایی سره مبارزه کی او منطقی امنیت تامین رامنځته کونه کی مهم نقش حسابی او د بین المللی پولیسو جدی مبارزه کی د انسان قاچاق په برخه کی ټینګار وکړ.
د داخلی چارو وزارت امنیتی چارو ارشد معین، دی ته په اشاری سره چی د تروزیم په ناحیه کی، د مخدره توکو قاچاق او انسان قاچاق افغانستان او منطقه ای هیوادونو ته متوجه دی، وویل چی افغانستان د تروریزم او دهشت افګني سره په مبارزه کی، ډیر قربانی ورکړی دی او همدا اوس افغانستانی ځواکونه په دی برخه کی په جدی مبارزه بوخت دی چی ایجابوی منطقه ای هیوادونه، هم په دی مبارزه کی د افغانستان د خلګو او دولت سره یوځای سی او کار وکړی.
۱۶ کاله کیږی چی د افغانستان دولت او ملت د منطقه ای تروریزم په وړاندی سینه سپر کړی او خپل ټول نظامی او انسانی توان او توشه دی غیری انسانی جنګ ته تللی دی. افغانستان چی په فقر کی پاته سوی دی، په یو اوږد مبارزه کی د تروریزم سره چی منطقه ای او جهانی استخبارات ملاتر یی دی، تقریبآ ټول دار او ندار یی د نابرابر جنګ تر شعاع لاندی قرار نیولی دی او د سقوط په حال کی دی.
امنیت، اقتصاد، فرهنګ او حتی د افغانستان خلګو اخلاقی او اعتقادی فرهنګ ددی شوم او ناعادلانه جنګ لاندی رنګ له لاسه ورکړی دی او د جدی سقوط او تنزل لاندی قرار نیولی دی؛ او دا ټول ناهنجاریانی په داسی شرایطو کی دی چی دولت او تروریزم سره د مبارزی مدعی قدرتونه، یواځی ددی اوضاع تماشا ته دریدلی او یواځی ورته ګوری.
د ډیرو منطقه ای مسائلو کارپوهانو په نظر، موجود اوضاع په افغانستان کی او هم ځینی نور هیوادونه لکه عراق او سوریه، یو سیستماتیک او پلان سوی امر دی چی منطقه ای استخباراتو په وسیله د خاصو اهدافو او خطرناکو مقاصدو لپاره، بحران یی مدیریت کیږی.
ددی پوهانو له نظره د افغانستان یواځی پاته کیدل د طالبانی او داعشی تروریزم او د تروریزم په نورو ډولونو په وړاندی په مبارزه کی هم د همغه پلان او نقشی برخه دی چی مشترکآ د غربی او عربی منطقه او فرامنطقه ای قدرتونو په وسیله هدایت او مدیریت کیږی.
ددی لید په اساس، د افغانستان او عراق او سوریی دولتونه او ملتونه په حقیقت کی د منطقه ای او فرامنطقه ای استخباراتو سرانو ترمنځ قربانیان دی چی په هر حال کی باید په لوبه کی په کار واخیستل سی او همدارنګه مصروف او مشغول پاته سی؛ تر څو منطقه ای او فرامنطقه ای استعمار او استکبار د همدی جنګی او نابسامان اوضاع څخه ګټه واخلی او خپل اهدافو و مقاصدو پوری متمرکز سی.
ددی لید په اساس، غربی او منطقه ای استعمار خپل امر او کار د ترور او دهشت آفرینی خلاف شکاره کړی دی او سطحی او غیری بنیادی مرستی هم د افغانستان دولت او امنیتی ځواکونو سره کوی؛ تر څو په دی توګه د عمومی افکارو په خطا ایستلو سره د تروریزم سره په مبارزه کی هم برخه اخیستلي وی؛ خو په حقیقت کی خپله د دهشت آفرینی او وحشت سناریو ترتیب کوونکو څخه په افغانستان او منطقه کی دی او دا هغه واقعیت دی چی هم امریکایی سران لکه هیلاری کلینتون او ځینی نور سناتوران ددی هیواد په سنا کی اعتراف کړی دی او د امریکایی ځواکونو تریخ حضور په افغانستان کی هم پر هغه باندی د صحت او ټینګار او قبلونی مهر ایږدی.
امریکا د نړۍ قوی هیواد په عنوان د نورو څلویشتو غربی او قوی هیوادونو سره د تروریزم او دهشت افګنی سره د مبارزی په بهانه، افغانستان ته وارد سوی دی؛ خو واضح خبره وو چی په ادعاوو کی صداقت نه درلودی او د نورو هیوادونو په چارو کی د دخالت او سلطه جویی په مقصد بالخصوص خپل رقیبانو څخه او لااقل د هغوی د فعالیتونو د کنترول لپاره، افغانستان ته وارد سوی دی او که موضوع ددی بغیر وای، او غرب بلوک د امریکا په مشری په حقیقت کی د افغانستان دولت او ملت سره د تروریزم په مبارزه کی لشکر کشی کړی وای، ۱۶ کاله خو ډیر دی؛ په همغه لومړي کال کی په خپل حضور سره تروریزم له منځه وړلي وای؛ خو دا کار ابدآ په خپل خیر کی نه لیدله؛ ځکه چی بله بهانه د خپل حضور او دخالت او زور ویلو لپاره په افغانستان او منطقه کی نه درلوده.
په هر حال کی، داسی په نظر رسیږی د جنګ بحران د تروریزم سره همداسی په افغانستان او منطقه کی ادامه به ولری او صحنه ای لوبه کوونکی یی، افغان مظلوم زامن او د مسلح مخالفانو په صفونو کی خطا ایستل سوی کسان وی.
بناپردی زموږ پر دولتمردانو دی تر څو هر ځل خپل هر بار سپک نه کړی او په خواهش او التماس سره د تروزیم واقعی ملاتړ کوونکو څخه ونه غواړی تر څو د افغانستان دولت او ملت ددی غیری انسانی او شوم پدیدی سره په مبارزه کی مرسته وکړی.
https://avapress.com/vdcgxy9qwak9ww4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته