دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۳۳
د مطلب کود : 139518
د پاکستان او افغانستان اړیکی؛ انګلیس خنډ که د لاری حل؟
د افغانستان او پاکستان د اړیکو د تیره کیدو په لړ کی، حنیف اتمر؛ د افغانستان ملی امنیت مشاور د سرتاج عزیز؛ د پاکستان لومړۍ وزیر ملی امنیت مشاور سره، د بریتانیا په منځګړیتوب سره په لندن کی ولیدله او خبری سره وکړی.
دا کتنه دری اړخیزه د افغانستان- پاکستان او بریتانیا په ګډون د چهارشنبه په ورځ، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وضعیت د ښه والی په خاطر جوړ سو.
د پاکستان او افغانستان د مقاماتو د ناستو جزئیات و رسنیو ته نه دی ورکړل سوی؛ خو حنیف اتمر؛ د خپل تویتر په حساب کی دا مذاکرات ښه او سازنده بللی او ویلی چی پرمختګونه لاسته راغلی دی. د هغه په وینا د مذاکری به ادامه پیدا کړی.
د یو ګزارش له مخی؛ په دی ناسته کی پر دی باندی توافق سوی دی چی د تورخم مرز چی د یومیاشتی راهیسی بند دی، خلاص سی.
عمر زاخیلوال؛ د افغانستان سفیر په پاکستان کی او مارک لیل ګرینت؛ د بریتانیا د لومړۍ وزیر ملی امنیت مشاور هم په دی کتنه کی حضور درلود.
کارپوهان وایی چی لږ هیلی شتون لری چی دا سلسله ناستی به وکولای سی دایمی او سوله لرونکی د حل لاری د افغانستان او پاکستان د اړیکو د سموالی په خاطر رامنځته کړی.
د پوهانو په باور، داسی په نظر رسیږی چی دداسی ناستو اصلی لوبه کوونکی انګلیس دی او تر دی ځایه چی هغه هیواد په پاکستان کی هم سنتی او استراتژیک نفوذ لری، کولای سی په آسانی سره د هغه هیواد نقش په دی ناستو کی د خپل ګټو لپاره کمرنګه یا هم پررنګه کړی؛ خو هغه څه چی د لاس مایه په کی ګرځی هغه افغانستان دی.
تحلیلکوونکی وایی چی افغانستان د یو لوری د فشار لاندی د خارجی ځواکونو حضور څخه لکه انګلیس چی د امریکا وروسته لوی قدرت او ډیر نظامی ځواکونه په افغانستان کی لری او د هلمند استراتژیک او درآمدزای ولایت کی مستقر دی، شتون لری او د بل لوری، ددی کلونو په لړ کی د پاکستان مرګباره او څو لوری مداخلو او سیاستونو له وجه ددی هیواد په وړاندی په زیان کی اوسیدلی دی او هیله مند دی دداسی ناستو په کولو سره، د غوټی یو برخه خلاصه کړی؛ خو داسی ناستو ته په کتو سره او د واضح توازن نه شتون ددواړو لورو په خبرو کی، د افغانستان د ګټه اخیستنی احتمال ډیر لږ دی.
ویل کیږی چی د تروریزم سره مبارزه، د طالبانو سره د سولی پروژه او مرزی اختلافات، ددی دری اړخیزی ناستی محور تشکیلوی.
د تروریزم سره د مبارزی بحث، هغه څه دی چی د تیرو کلونو راهیسی، نه انګلیس او نه هم پاکستان، هیڅ یو نه پرهغه باندی باور درلودلی او نه هم په دی لړ کی کوچنۍ قدم هم اخیستی دی.
پاکستان، د تروریزم مور په منطقه کی او د ټولو تروریستانو امن پناه دی او انګلیس هم د هغه معدودو هیوادونو څخه دی چی د طالبانو پروژه یی بنیان ګذاری کړ، هغوی یی په قدرت ورسوله او د هغه وروسته د مصلحتونو په اساس په شکلی او نمادینو مبارزی سره د هغه په وړاندی ودریدله.
دا هیواد د تیرو کلونو په لړ کی، په هلمند کی د زرهاوو نظامی کسانو شتون سره هم هیڅ ثمر بخشه هڅه د طالبانو سره د مبارزی لپاره نه دی ترسره کړی؛ ځکه چی هلمند تر اوسه هم د افغانستان د ناامنو ولایتونو څخه دی او له بل لوری، د غیری نظامیانو وژل کیدنی شمیر، د تروریزم فعالیتونه او په دی ولایت کی د مخدره توکو کرنه، همدارنګه لوړ دی؛ بنا پر دی څنګه کولای سو انتظار ولرو چی د لندن په دری اړخیزه ناسته کی، افغانستان وکولای سی د طالبانو د پروژی په اصلی بنیان ګزارانو باندی وقبلوی چی هغه ډله هغه ډول چی دولت، خلګ، اساسی قانون او د هیواد مدنی نهادونه غواړی د سولی د روند سره یوځای سی او په دی ترتیب، د افغانستان خلګو واقعی رفاه او امنیت او ثبات او سوله تامین کړی؟
بله نکته په افغانستان کی د انګلیس د کارنامو په اړه بالخصوص په هلمند کی، د مخدره توکو سره مبارزه دی. انګلیس په افغانستان کی د مخدره توکو سره دمبارزی رهبری په غاړه لری او دا په داسی حال کی دی چی هلمند همدا اوس او د تیرو کلونو په لړ کی د افغانستان مخدره توکو نیمۍ تولید په یواځیتوب سره تولید کړی دی او د افغانستان د مخدره توکو تولید ددی کلونو په لړ کی، نه یواځی نه دی کم سوی؛ بلکه څو برابره ډیر سوی دی.
نو آیا کولای سو په دی باندی باور ولرو چی دا ناستی، هغه ډول چی د افغانستان دولت تصمیم نیوونکی مقامات او دیپلماسی دستګاه په یو خوش بینه نظر سره، ورته ګمان کړی، په حقیقت کی د افغانستان دولت او خلګو د غوښتنو دتامین لپاره به وی؟!
د هغه څه په اساس چی وویل سو، د صاحب نظرانو په نظر، د لندن دری اړخیزه ناسته، د افغانستان کارت سره د لوبی ادامه، د پاکستان او انګلیس له لوری به وی.
په دی منځ کی، د پوهانو په باور، که انګلیس غواړی د حل لاری په توګه په دی لړ کی یو نقش ترسره کړی، لمړۍ باید د دیورند پخوانی خنډ چی هغه خپله رامنځته کړی دی، حل او فصل کړی؛ هغه معضل چی د پاکستان او افغانستان په ټولو مرزی او ارضی او امنیتی مشکلاتو مور دی.
https://avapress.com/vdccsoqs42bq1p8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته