دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۳۸
د مطلب کود : 139519
فاطمه زهرا(س)، د ټول تاریخ لپاره نمونه
د انسانانو الګو او نمونه کیدل شاید په خاص زمان او خاص مکان او خاص ټولنی په منځ کی مطرح وی چی په دی لړ کی د بشریت د تاریخ په لړ کی ډیرو نمونو ته اشاره وکړو او ددوی د نومونو څخه یو لوی لیست جوړ او ارائه کړو.
په انسانی ټولنو کی لیدل کیږی ډیر او بیلابیل نمونی او الګووی د باور او فکر له لحاظه چی هر یو خپل هواداران او مریدان لری، ځای او پایګاه لری او هغوی هم دا کسان د معیارونو او ملاکونو په اساس، ارزشمند او محترم شمیرلی دی او هغوی د خپل فکری او رفتاری نمونی په حیث شمیری.
خو په دی سره سره د تاریخ په اوږدو کی لیدل سوی دی چی د هغوی عمر ډیر اوږد نه وو او معمولآ د الګو او نمونو په مړه کیدو سره، د هغوی نمونه پذیری هم له منځه ځی او لازم ماندګاری نه لری او داسی په نظر رسیږی چی اصلی دلیل یی هم بیرته د الګو او نمونو شخصیتونو او ماهیت ته راګرځی؛ په دا معنی چی ددی نمونو څخه ځینی بریالیتوب یی تر ژوند پوری دی او تر هغه وخت چی ژوندی دی، ځینی افکار او اندیشی ځان پوری مجذوب کړی؛ خو هغه روحی قوت او نفوذ نه لری چی وکولای سی د مرګ وروسته هم وکولای سی خپل هوادارانو فکرونو او روح او روان باندی حکومت وکړی او دا حاکمیت همداسی ادامه ولری.
خو د قضیی په بل اړخ کی، موضوع اساسی او ماهوی توپیر لری؛ په دی لړ کی هغه نمونی قرار لری چی تر څو چی ژوندی دی او خپل پر برکت ژوند په اوږدو کی توانیدلی دی یو شمعه وی او عاشق پروانو د جمع کولو لپاره و خپل اطرافو ته او هم د هغوی د مرګ او شهادت وروسته، ډیر اذهان او افکار او روح او انسانی الهی آماده روان خپل ځان پوری مشغول او مصروف وساتی او په حقیقت کی د مرګ وروسته، ډیر خلګ و بیداری او پوهی او روشانوالی ته رسولی دی او مرحوم علامه اقبال لاهوری په وینا: ای بسا شاعر که بعد از مرګ زاد/ چشم خود بربست و چشم ما ګشاد!
الحق چی ځینی لوی او بزرګوار انسانان، ابدآ نه مری- البته د فکر او ذهن د اندیشی له بعده- او خپل جسمانی مرګ وروسته، تازه پیدا کیږی او یو الګو او اسوه قرار نیسی د حق او عدالت طالب انسانانو لپاره او انسانیت لپاره!
اوس لوړ مقدمی ته په توجه سره، لازم دی تر څو یادآوره سو چی حضرت فاطمه زهرا-س- یو دهغه مقدس الهی نمونو او اسوو څخه دی چی ددی اهلیت او ښایسته والی لری تر څو د مرګ وروسته هم د انسانی او بشری بعد څخه، نه یواځی داسی نمونه دی د ښځو او مسلمانانو او مسیحی او یهودی او حتی هغه ښځو لپاره چی غیری الهی ادیانو باندی باور لری؛ بلکه د پیغمبر ص دخت د هغه نظر څخه چی کامل انسان دی او د خدای خالص او واقعی بنده دی او دهغه د ښځیتوب نظر ته په نه کتو سره، د ټول عالم نارینه وو لپاره هم یو نمونه او الګو دی!
همدا خاص خاصیت او لوری دی چی په اسلام کی هغی د هر ښځی څخه بیلوالی ورکوی او حتی په تاریخ کی ښه او بهترین ښځی ددی سره د رقابت کولو لپاره بی توانه کړی دی.
د همدی لپاره، سلیم منطق او عقل حکم کوی لکه څنګه چی شریعت ددی ښځی الګو نیونی باندی ټینګار کوی، مسلمان عرف هم د تعظیم او تکریم سر د حق حکم په وړاندی کښته کوی او د حضرت فاطمه زهرا(س) د میلاد د ورځی څخه، د ښځی د ورځی په عنوان لااقل په مسلمان هیوادونو کی، ورڅخه تجلیل وسی.
https://avapress.com/vdcdfn0fnyt0sk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته