دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۰۱
د مطلب کود : 139898
جنرال دوستم؛ د ریاست جمهوری د معاونیت څخه د کور تر حبسیدو پوری
رولا غنی؛ د لندن د تایمز ورځپاڼی سره په خبرو کی وویل چی قانون د ولسمشر د لومړۍ معاون په اړه اجرا سوی دی.
هغه ویلی دی: هغه تر اوسه په خپل کور کی دی؛ خو په یو ډول سره په کورنی حبس کی دی او په عمل کی دولتی رسمی کار نه ترسره کوی.
عبدالرشید دوستم؛ د ولسمشر لومړي معاون، د احمد ایشچی له لوری په جنسی بدرفتاری او آدمربایی باندی تورن سوی دی.
ښاغلی دوستم هم تیره شپه( یکشنبه ۶ حمل) په یو ویدئویی لیک کی خپل هوادارانو ته ویلی دی چی ځینی خبری سته خو زه نه غواړم تاسو اندیښمند کړم. د هغه ورځی څخه چی زه سیاست ته می قدم ایښی دی، هر وخت زما په وړاندی توطئه جوړ سوی دی. زما د کور شاوخوا ته د ۲۰ څخه تر ۳۰ پوری تانکونه راغله. زه خبرسوی لا هم نه یم. هیڅ په کیسه کی یی هم نه یم.
هغه وویل: په دا باندی هم وپوهیږی که کوم خبره وسی، په کابل کی به څه وسی. زه که هر وخت خپل حق او عدالت وغواړم، همداسی شیان رامنځته کیږی.زه د قانونی لاره او په ډیر نرمۍ سره مخ ته ځم.
په دی حساب سره، کارپوهان وایی چی د غنی رولا موضع ګیری د ریاست جمهوری یو ډول پیغام و جنرال دوستم ته او د هغه اخیری ویدئو ته حساب کړو؛ هغه بدلون چی شکاره کوی تر اوسه دا قضیه تر اوسه همداسی پیچلی او د وړاندوینی وړ نه دی.
د ناظرانو په باور، دا کیسه د دواړو لورو لپاره، یو حیثیتی مسالی باندی بدل سوی دی او د هر طرف لپاره د یو بل په وړاندی د ماتی په شان تلقی به سی او دروند زیان به ولری.
ښاغلی دوستم، څوورځی مخکی، د خپلو ډیرو همراهانو او مسلح ساتونکو سره، د ریاست جمهوری لومړۍ معاون کار دفتر ته حضور پیدا کړ او داسی عکسونه دهغه څخه خپره سو چی هغه د دولتی اسنادو د امضا کولو حال بیانوی.
دا اقدام په حقیقت کی د رسنیو ګزارشونو ته یو ځواب وو چی د دوستم د خانه نشینی او اختفا او استعفا غوښتونکی وو؛ خو دوستم په دی اقدام سره یو ځل بیا خپلو دشمنانو او منتقدانو ته دا پیغام ورواستوله چی هغه شایعات چی په اوسنی وضعیت کی د هغه د سیاسی راتلونکی په اړه شتون لری، حاضر نه دی چی خپلو مواضعو څخه شاته تګ وکړی او څوک هغه د پاکولو توان د قدرت څخه نه لری.
د هغه ورځی په سبا کی د امنیتی ځواکونو له لوری د هغه د کور محاصره کیدو څخه خبری خپری سوی؛ هغه خبر چی نه د حکومت رسمی سرچینی هغه قبول یا رد کړ او نه هم عملا د دوستم یا ساتونکو د نیولو لامل سو؛ که څه هم وروسته ګزارش ورسیدل چی د جنرال دوستم ځینی ساتونکی محکمی ته حاضر سوی دی؛ خو ځینی سرچینی وایی په دی قضیه کی مهم  پرمختګ منځته نه دی راغلی.
په دی احوالو سره، څیړونکی وایی دا چی ولسمشر خپله راسآ او مستقیمآ د دوستم په قضیه کی نه داخلیږی او د هغه سیاسی راتلونکی په اړه قاطع او عملی تصمیم نه نیسی، د وضعیت د پیچلتوب شکاره کوونکی دی چی ددی اقدام په لړ کی به شکل ونیسی.
د ښاغلی دوستم ویدئویی لیک کی هم دی امر ته اشاره سوی دی او هغه هشدار ورکړی دی چی کابل دداسی وضعیت شاهد به وی چی هغه کسان چی د ریاست جمهوری لومړۍ معاون د ایسته کولو په تمه دی، ډیر دروند زیان به ورورسیږی.
په دی سره، ویلی کیږی فشارونه پر دوستم باندی په شدت سره ادامه لری تر څو استعفا ورکړی او خپل تبعیدی کی خپله ترکیی ته ولاړ سی.
ویل کیږی چی د افغانستان اسلامی ملی اسلامی غورځنګ ګوند مشرتابه مسئولیت بدلون د دوستم څخه و زوی ته یی باتور دوستم هم د همدی فشارونو له امله سوی دی؛ خو په اخیر ویدئویی پیغام کی ښاغلی دوستم، هیڅ کوم نشانه د هغه د برکناره کیدو څخه د دولتی مقام څخه نه لیدل کیږی. اضافه پردی څیړونکی وایی که دوستم، دی فشارونو ته تسلیم سی، د هغه سیاسی راتلونکی به د همیشه لپاره له منځه ولاړ سی او دا هغه څه نه دی چی دوستم دی قبول کړی.
له بل لوری، نه سو کولای چی نادیده ونیسو چی مشابه فشارونه د ریاست جمهوری پر ارګ باندی هم جریان لری تر څو د ایشچی او دوستم د قضیی څخه په ګټه اخیستنی سره د ریاست جمهوری لومړۍ معاون توب تکلیف څرګنده کړی او هغه د همیشه لپاره، د قدرت څخه خلعه کړی.
دا فشارونه د خارجی سفارتخانو او غربی هیوادونو له لوری ترسره کیږی او اشرف غنی هم بی له شکه دی لید سره موافق دی؛ خو ټوله پوهیږی ددی تصمیم پیامدونو او راتلونکی خطرونو په اړه ابهام ددی کار د ترسره کیدو مخه نیولی دی.
https://avapress.com/vdcdnn0fjyt0sj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته