دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۳۰
د مطلب کود : 140238
منفی او مثبت تروریزم
د نمایندګانو مجلس یو غړی وایی چی د خارجی هیوادونو عمل د تروریستی ډلو سره په افغانستان کی سلیقه ای یا هم په خپل خوښه دی او ددی هیوادونو څخه هیڅ یو په افغانستان کی ددی پدیدی سره مخالف نه دی.
عبدالحفیظ منصور؛ د کابل نماینده د نمایندګانو په مجلس کی وایی چی خارجی هیوادونه تروریستی ډلی په ښه او بدو ډلو باندی ویښلی دی او دهغوی څخه د خپلو رقیبانو په وړاندی ګټه اخلی.
ښاغلی منصور وویل چی په حاضر حال کی افغانستان د قدرتونو ترمنځ د جنګ په ډګر باندی بدل سوی دی او دا هیوادونه هڅه کوی د بیلابیلو ابزارو څخه په ګټه اخیستنی سره، د یوبل نفوذ حوزه په افغانستان کی محدود کړی.
هغه د پاکستان او هند نیابتی جنګ ته په افغانستان کی په اشاری سره وویل چی دا هیوادونه د جنګ د شروع مخکی په افغانستان کی د کشمیر په خاوره کی د یوبل سره رقابت وکړی چی په افغانستان کی د جنګ د شروع وروسته، د هغوی نیابتی جنګ زمینه د افغانستان په خاوره کی برابر سو.
نور کارپوهان هم د افغانستان د امنیت په برخه کی وایی چی د تروریزم سره مبارزه، هیڅ وخت صادق او واقعی نه وو. د هغوی په نظر، دا اتهام حتی پر لویو قدرتونو باندی هم وارد دی چی کلونه کیږی د تروریزم سره د مبارزی په بهانی سره په افغانستان کی نظامی پوستی لری او په همدی لاره کی یو لوی ۱۶ کلن جنګ د افغانستان خلګو باندی تحمیل کړی دی.
تروریزم، هر وخت د لویو قدرتونو حضور او سلطی لپاره په افغانستان کی یو وسیله پاته سوی دی؛ لکه چی نړیواله امنیت او ثبات د خنډ سره مخ سوی وی او دا هیوادونه د خپل امنیتی درانده مسئولیت لپاره دا مسئولیت په ښه توګه درک کړی دی او دهغه د عمل لپاره خپل نظامی ځواکونه و افغانستان ته لیږدولی دی.
د منتقدانو په باور، د تروریزم سره مبارزه کوونکی قدرتونه مدعی ګان که وغواړی تروریزم د خپل ادعا له مخی په لنډ وخت کی له منځه وړلی سی؛ ځکه چی په یو مقطع کی، نږدی ۵۰ هیوادونه د امریکا په مشری او د پرمختللو نامحدودو او نظامی زده کړو سره په افغانستان کی د تروریزم سره د مبارزی لپاره حضور پیدا کړی دی؛ خو هغه وخت هم دا تروریستان د هلمند او خوست په غرنیو سیمو کی وو چی لوړ لاس درلودله او د افغانستان امنیت خپل خونړیو لوبو ته قرار ورکړی دی.
آیا دا د عقل له مخی د باور وړ دی چی د نړۍ لسګونه لوړ قدرتونه د یو تروریستی ډلی په وړاندی چی لږ امکانات او لږ جنګی زده کړی لری، سم ونه سی جنګیدلای؟
تروریزم د عبدالحفیظ منصور اظهار ته په اشاری سره، د نړی قدرتونو په اختیار کی دی او افغانستان یواځنۍ بی صاحبه ځمکه ده چی دا خونړۍ او خطرناکه لوبه په کښی ترسره کیږی او که داسی نه وای او نړۍ د تروریزم سره صادقانه مبارزه کړی وای، افغانستان ددی مقصد لپاره نه وای انتخاب کړی؛ بلکه مستقیم د هغه هیوادونو لوروته تلل چی تروریزم په هغه ځای کی ریشه او دهغه ځای څخه راپورته سوی دی.
په آسیا کی داسی خاصیت هغه هیوادونه لکه پاکستان او سعودی عربستان لری؛ هغه هیوادونه چی مستقیم ډول سره د تروریزم څخه ملاتړ کوی چی د خپلو غیری مشروع سیطری او سلطی لپاره پر ضعیف منطقو باندی د خپلو اهدافو لپاره ددی وسیلی څخه ګټه اخیستلی دی او خپل ځانته هم ضربه رسولی دی او هم خپلو رقیبانو ته د ضربه رسولو لپاره ددی وسیلی څخه ګټه اخلی.
آیا نړی، سازمانونه او نړیواله قدرتونه ددی حقیقت څخه بی خبره دی؟ نه داسی نه ده؛ نو بل عامل شتون لری چی د نړیواله هیوادونو مخه نیسی چی د تروریزم او دهغه د سرچینو سره مبارزه وکړی او هغه هم تروریزم ته وسیله ایز کتنه ده.
ددی لید څخه، تروریزم یو څو کاره او څو مقصده وسیله ده چی خپل ملاتړ کوونکو میل او منفعت ته کار کوی او دهغوی لپاره خدمت کوی. په داسی وضعیت کی، تروریزم هیڅ وخت له منځه نه ځی؛ ځکه چی هیڅ وخت به د ټوله نړی امنیت او ثبات ته د خطر په حیث په رسمیت ونه پیژندل سی.
هغه وخت چی روسیه د طالبانو سره ملګری کیږی؛ خو داعش د تروریستی ډلی په حیث د نابودی وړ بولی او په مقابل کی، امریکا طالبانو ته د روسیی ملاتړ لاندی، د دشمن په حیث ګوری او دهغه لوری، د داعش سره واقعی مبارزی څخه، احتراز کوی، روشانه خبره ده چی د تروریزم کیسه هیڅ وخت نه ختمیږی.
او په دی منځ کی، هغه چی باید قربانی سی، د افغانستان خلګ دی.
https://avapress.com/vdcdsz0fjyt0ox6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته